صدر ټرمپ ویلي پاکستان په افغانستان کې د امریکا سره په همکارۍ کې ډیرې ګټې ترلاسه کولی شي. او که چرې پاکستان هم دغه شان ترهګر او مجرمان په خپله خاوره ساتي او پناه ځایونه ورکوي نو ډیر څه به اوباېلي.
د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسې یا تګلاره کې د بدلون په اړه صدر ټرمپ ویلي ٫٫ د پاکستان سره به خپله رویه بدلول وي.٬٬ صدر ټرمپ ویلي مونږ په پاکستان کې د ترهګرو ډلو په پناه ځایونو نور خاموشه نه شو پاتې کیدی، په خاصه توګه طالبان او هغه نورې ډلې چې په سیمه او افغانستان کې اړی ګړی پیدا کوي.