جګړو ځپلې قبايلي سیمه ډېر حق لري، او تېره اوونۍ وزيراعظم شاهدخاقان عباسي ويلي د قبايلي سيمې په اوسني نظام ضرور بدلون پکار دی. خو د مسلم ليګ ن حکومت په قبايلي سیمه کې د قانوني، سياسي، مالياتي او انتظامي بدلون څخه په شا شوی او دې ته لمړيتوب نه ورکوي.
دغه خبرې ډان ورځپاڼۍ نن د دوشنبې په ورځ په خپله اداريه کې کړي دي.
اداريې ليکلي چې د سرتاج په مشرۍ کې جوړې کمېټۍ چې د قبایلي سيمې د اصلاحاتو په اړه کوم وړانديزونه کړي وو د هغې د عملي کېدو دپاره جوړې کمېټۍ يوه غونډه هم نه ده کړې او نه يې په سرکاري کچ د غړو ټاکلی اعلان شوی دی.
اداريې زياته کړې که څه هم د قبايلي سيمې خېبرپښتونخوا کې ورګډېدو خبره د سياسي اختلاف ښکار شوه او بيا حکومت د قبايلي سیمې قامي چوکاټ ته د راوستو داسې لړۍ پېل کړه چې د سرتاج عزيز په مشرۍ کمېټۍ يې دغه وړاندیزونه نه ؤ کړي.
خو اداريه وايي د قامي چوکاټ په اړه جوړو شوؤ کمېټيانو تراوسه غونډې نه دي کړي او دغه لړۍ اوس بيخي اودرېدلې ده.
د قبايلي سيمې د اصلاحاتو د لړۍ ځنډېدو وروستو د سیمې سره تعلق لرونکو خلکو په احتجاجي مظاهرولاس پورې کړی دی.
د يوې مظاهرې ګډون وال بادشاه ګل صافي وايي،
"د فاټاد خلکو ډېر بد ژوند دی د فاټا خلک په پنجره کې ګېر دی دا ميډيا مږو ته کورېج ورکوي وړو وړو مسلو ته کورېج خو د فاټا خلک چې په ډېرو غټو غټوستونزو کې ګېر دي هغه نه ښايي، فاټا دې په صوبه کې شامل کړي، فاټا ته دې ائيني او انساني حقونه ورکړی شي".
د فاټا اولس غوښتنه کوي د پاکستان د نورو برخو د وګړو په رنګ حقونه دې دويې ته هم ورکړی شي او د انګرېز جوړ تور قانون اېف سي ار نه دې خلاص کړی شي.
د فاټا اولس وايي د اصلاحاتو عمل به شاته غورځېدو نه پرېږدي او د اېف سي ار د خاتمې او بنيادي ائيني بشري حقونو ترلاسه کولو پورې به خپله مبارزه دوامداره ساتي.
ډان په خپله اداريه کې ليکي د قبايلي سیمې د اصلاحاتو د عمل ودرېدو يوه وجه د کوز کړی شوي وزيراعظم نوازشریف کوتاهي وه، او د نوازشریف د خپلې څوکۍ يوه مهمه زمه واري چې په هېواد کې بشري او امنيتي بېړني حالاتو ته ځواب وېل او عمل کول ؤ خو هغه په دې لړ کې بيخي ناراسته ؤ.
اداريه ليکي چې د يوې لسيزې نه د زیاتې مودې راهسې د ناامنۍ، جګړو او پوځي عملياتو وروستو په سيمه کې د اوږدې مودې امنيت د هاغه ځای د انتظامي اصلاحاتو سره تړلی ؤ، خو قبایلي سیمه چې د پوليټيکل انتظامیې په لاس کې ده دا توان نه لري چې سيمه تر ډېرې مودې پرامنه پاتې شي.
اداريې په اخره کې ليکلي چې د قبايلي سیمې د اصلاحاتو ځنډ به په سيمه کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې لاس ته راوړنې د لاسه ورکولو خطره پېدا کېدی شي.
اداريې په اخره کې په دې خبره زور ورکړی چې د سيمې د امنيت ټینګ ساتلو او قبايلو د ترقۍ په غرض حکومت له د اصلاحاتو په تګلاره سمدستي عمل کول پکار دي.