لاس رسیدونکی لینک

عراقي ځواکونو د داعش دوېم قوي مرکز بيرته نيولو دپاره عمليات پېل کړي


د عراقي ځواکونو دا عمليات د امريکا د داعش تُندلارو ته د ماتې ورکولو جنګي کمپاين برخه ده.

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي ويلي ځواکونو يې د اتوار يا يکشنبې په ورځ د تلعفر ښار بيرته نيولو دپاره عمليات پېل کړي دي.

د عراقي ځواکونو دا عمليات د امريکا د داعش تُندلارو ته د ماتې ورکولو جنګي کمپاين برخه ده.

العبادي په ټيلي ويژن خپله وېنا کې تندلارو ته په مخاطب کولو سره ويلي دي، "وسله کېږدئ يا مړه شئ".

د موصل په لويديځ کې نزدې ۸۰ کلوميټره پروت د تلعفر ښار د يوې مودې نه د داعش قوي مرکز دی، خو د داعش د اثر لاندې خلکو سره یې د روان کال جون د مياشتې راهسې اړيکې قطع شوي دي.

د ښار په جنوب کې عراقي ځواکونه او شيعه رضا دي او په شمال کې د کردانو پېش مرګه جنيګالي رارسېدلي دي.

د امريکې او عراقي پوځي چارواکو په وېنا په ښار کې اوس هم نزدې ۲۰۰۰ تندلاري موجود دي.

د استخباراتي معلوماتو په اساس ويل کيږي چې دا جنګيالي د څو مياشتو د جګړې، فضايي عملياتو او رسايۍ د کمي له سببه ستړي شوي خو دا هم ويل کيږي چې د تندلارو لخوا سخت مذاحمت هم مخې ته راتلی شي.

د وزيراعظم العبادي په ټيلي ويژن د اعلان نه څو ساعته وړاندې د عراق هوايي ځواک په تلعفر د هوا نه داسې پرچې شيندلي چې پکې د ښار اوسېدونکو ته د حفاظتي اقداماتو ويل شوي دي.

هغوي ته ويل شوي دي چې ځانونه تيار ساتئ جګړه حتمي ده او ګټه نزدې ده.

داعش تېره میاشت د امریکا د ملاتړي عراقي پوځ د لاسه غټ تاوان اوختی، او د نهه مياشتو د جګړې وروستو داعش د خپلسره جوړې پلازمينې موصل نه لاس په سر شوې ده.

خو اوس هم د عراق او شام ځينې برخې او تلعفر د داعش په ولقه کې دي.

XS
SM
MD
LG