لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان د جګړې په اړه مو فېصله وکړه، ټرمپ


صدر ټرمپ د فېصلو کوم جزيات نه دي ويلي.

د امريکې صدر ډونلډټرمپ ويلي حکومت يې په افغانستان کې د ۱۶ کلنې جګړې په اړه فېصله کړې ده.

کېمپ ډېوډ کې د ملي امنيت په اړوند د خپلو مشاورو سره د ليدنې يوه ورځ وروستو صدر ټرمپ په ټويټر ليکلي، "کېمپ ډېوډ کې مې د خپلو ډېرو تکړه جرنېلانو سره مهمه ورځ تېره کړه، او د افغانستان په ګډون مو پکې څو فېصلې وکړې".

صدر ټرمپ د فېصلو کوم جزيات نه دي ويلي.

د جمعې په ورځ مشاورتي ليدنه کې د امريکې د پوځ لوړ پوړي چارواکي، مرستيال صدر مائيک پنس او د دفاع وزير جېمزمېټس هم ګډون درلود.

د سپينې ماڼۍ وياندې ساره هکابي سېنډرز د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي ؤ، چې د ټرمپ حکومت به ډېره زر د سويلي اسيا په اړوند د نوې تګ لارې جزيات وړاندې کړي، په کوم کې چې د هغې په وېنا د امريکا د ګټو خوندي کول يقينې کړی شوي دي.

ساره ويلي ؤ چې صدر په ټولو امکاناتو غور کوي او هغه به زر د امريکا اولس او امريکا اتحاديان او نړۍ په مناسب وخت د دې نه خبر کړي.د

د جمعې په ورځ کېمپ ډېوډ کې د غونډې نه وړاندې هم صدر ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړونه د خپل حکومت د نوې تګ لارې په اړه د امريکايي چارواکو سره ليدلي دي.

د يادې غونډې نه وړاندې د زيارت (پنجشنبې) په ورځ واشنګټن کې خبريالانو سره په خبرو کې جېمزمېټس ويلي ؤ، هيله مند دی چې د افغانستان په اړه تګ لاره به زر اعلان شي.

د نوې تګ لارې جوړېدو نه وړاندې انتظامیې ويلي د سويلي اسيا د سيمې ترڅنګ د پاکستان او هند په اړه هم جاج اخلي، په دغو خبرو کې د جګړې سره مخ افغانستان ته د زرګونو په شمېر کې نور پوځ لېږل يا ټول پوځ ويستل، او خصوصي ځواکونه په ځای کول هم شامل ؤ.

افغانستان کې په موجوده وخت کې د امريکا ۸۴۰۰ او نېټو ځواکونو ۵۰۰۰ سرتيري موجود دي.

په ۱۱م ستمبر ۲۰۰۱ امریکا کې د ترهګرو بريدونو وروستو افغانستان کې د امریکا پېل شوې جګړې د ۱۶ کالو پوره کېدو باجود نه ښکاري چې دا جګړه به کله پای ته ورسي.

د امريکا د تاريخ د اوږدې جګړې باوجود افغانستان کې طالبانو خپل عمليات دوامداره ساتلي او په وروستيو کې داعش هم عمليات پېل کړي دي.

XS
SM
MD
LG