لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان تمه لري پاکستان به طالبان خبرو ته کښینوي: نصیر احمد اندیش


نصیر احمد اندیش
نصیر احمد اندیش

دافغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر نصیر احمد اندیش وایي افغانستان پاکستان سره دښو اړیکو پلوي دی خو دا خبره هم د هیچانه پټه نه ده چې دحقاني ډلې جنګیالي چرته خپلې خوندي ځالې لري اؤ څوک یې دخپلو غرضونو دپاره کاروي.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره یوه ځانګړې مرکه کې دبهرنیو چارو مرستیال وزیر ویلي افغان حکومت دپاکستان څخه هیله لرله اؤ اوس یې هم لري چې طالبان به د خبرو میز ته راولي خو له بده مرغه د افغان حکومت هیلې ته دپاکستان لخوا مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

دتیرې یوې لسیزې څخه د زیاتې مودې راهسې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول امریکا اؤ افغانستان په پاکستان پرله پسې غږ کوي چې خپل هیواد کې دتندروه جنګیالو خوندي ځالې ختمې اؤ دترهګرو د ملاتړ نه لاس واخلي خو پاکستان وایي د ترهګرو ملاتړ نه کوي.

دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان تر مینځ د اړیکو خرابیدو یو عمده علت هم دادی چې افغانستان وایي پاکستان طالبان خپل لاس کې نیولي اؤ‌ افغانستان کې پرې ورانکاري کوي.

دافغانستان دبهرنیوچارو مرستیال وزیر ډیوه راډیو ته وویل ” دې کې شک نشته چې دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې د تاؤ تریخوالي ښکار دي خو که مونږ حقیقتونو ته غاړه کښیږدو اؤ په ریښتونې ډول د ستونزو هواری ولټوؤ نو ډیرې لانجې اؤ ستونزې پخپله له مینځه ځي”

ښاغلي اندیش وویل د دواړو هیوادونو اولسونه خپلو کې خوږې اړیکې غواړي اؤ که دغه اړیکې په مثبت اؤ تعمیري سوچ سره په مخکې یوړل شي،‌ بې باورۍ ختمې اؤ باور پځایې شي نو دا دواړو هیوادونو په ګټه تمامیږي.

طالبانو سره د سولې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل دافغانستان حکومت پخپله خاوره سولې ته لیواله دی اؤ په دغه لړ کې هیڅکله خپلو مخالفینو ته د خبرو دروازې نه بندوي.

د نوموړي وینا وه چې اوس افغانستان دتجارت دلارې ځان د نړۍ دسیالو هیوادونو په قطار کې ودروي.

“دامهال دپاکستان سره د تورخم جلال اباد اؤ دچمن اؤ‌قندهار دلارې تجارت کوؤ اؤ غواړو دغه تجارت نوره پراختیا هم ومومي”

هغه وویل “ اوس مونږ د مرکزي اسیاء له لارې سوداګریزې چارې پرمخ بیایو اؤ په یوه میاشت کې دننه به د سوداګرۍ دپاره نوې لار د ترکمانستان،اذربائیجان اؤ ترکیې په شکل کې ومومو. ”

نوموړي وویل اوسمهال د چاه بهار په بندرګاه هم په چټکتیا سره کار روان دی چې په سرته رسیدلو به یې دافغانستان د سوداګرۍ لمنه نوره هم غني شي.

خو نصیراحمد اندیش وویل چې ددې هرڅه باوجود افغانستان ته دپاکستان دلارې تجارت هم ډیر ارزښت لري.

هغه وویل افغانستان چې هندوستان سره کومې سوداګریزې راکړې ورکړې کوي هغې دپاره پاکستان یوه اسانه لاره ده اؤ هم دغه راز دافغانستان دلارې پاکستان خپل تجارتي توکي په اسانه د منځنۍ اسیاء مارکیټونو ته رسولی شي.

نوموړي وویل چې اوس باید دواړه هیوادونه په دې پوهه شي چې یو بل څخه لرې کیدل ورته د امن اؤ اقتصاد له پلوه زیان رسوي اؤ نزدیکت یې د اولسونو ژوند جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG