لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره دقبائیلي طالبعلمانو احتجاج


مرکزي حکومت د خپلې ژمنې باوجود تر دې مهاله دفاټا اصلاحاتو په هکله پارلیمان کې بحث نه دی پیل کړی
مرکزي حکومت د خپلې ژمنې باوجود تر دې مهاله دفاټا اصلاحاتو په هکله پارلیمان کې بحث نه دی پیل کړی

دقبائیلي سیمو د طالبعلمانو اتحادیې اؤ تحریک انصاف ګوند سره تړاؤ لرونکو طالبعلمانو د خالي په ورځ یو ځل بیا فاټا کې د اصلاحاتو پخایې کولو ،دایف سي ار ختمولو اؤ دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخو صوبه کې ورګډؤلو دپاره احتجاجي لاریون کړی دی.

دغه احتجاجي لاریون چې دپيښور صدر څخه پیل شوی ؤ دګورنر د ماڼۍ مخې ته یې دایف سي ار اؤ دپاکستان دمرکزي حکومت په ضد کلک شعارونه ورکړل.

دفاټا سټوډنټس ارګنائزیشن مشر ښاغلي شوکت عزیز وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې وویل هغوئ څو ځله فاټا کې اصلاحاتو پځایې کولو دپاره احتجاجونه وکړل خو مرکزي حکومت د خپلې ژمنې باوجود تر دې مهاله دفاټا اصلاحاتو په هکله پارلیمان کې بحث نه دی پیل کړی.

دتحریک انصاف د زلمو دڅانګې یو تن مشر ښاغلي بنګښ وویل مرکزي حکومت څو کرته وعدې وکړې چې قبائیلي سیمو کې به اصلاحات پځایې کوي خو د قبائیلي دپرله پسې غوښتنو اؤ احتجاجونو باوجود خپلې دغه وعدې نه ترسره کوي .

هغه وویل نوره د قبائیلو دصبر کاسه راډکه شوې ده اؤ له دې وروستو به اسلام اباد کې دپارلیمان مخې ته په احتجاجي پرلت وهنه پیل کوي.

احتجاج کوونکو دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې باید نور پرته له کوم لم لیټ څخه قبائیلي سیمې پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړي اؤ قبائیلي اولس ته د ایف اسی ار د تور قانون نه خلاصون ورکړي.

ددغو مظاهرینو وینا وه چې د قبائیلي سیمو یو کروړ نه زیاتې ابادۍ دپاره نه خو کوم پوهنتون وجود لري اؤ نه هم دغلته کوم میډیکل کالج یا انجنئیرنګ کالج شته.

هغوي وویل ۱۱۷ کاله وړاندې چې په قبائیلو د ایف سي ار کوم تور قانون نافذ کړل شوی ؤ هغه ۲۱مې پیړۍ کې قبائیلي اولس د خپلو ټولو بشري ، جمهوري اؤ اساسي حقونو څخه محروم ساتي ځکه نو قبائیلي اولس ته نور باید انساني درناوی ورکړل شي اؤ د هیواد نورو سیمو برابر دې راوستل شی.

دپاکستان قبایلي سیمې چې په اووه ایجنسو او شپږو نیمو قبیایلي علاقو (اېف ار)مشتمل دي، دغلته د موجود اېف سي ار قانون لاندې ټولې فېصلې په یواځې سر پولیټیکل ایجنټ کوي،

د دغه سیمې خلکو ته د نور ملک په څیر اساسي بشري حقونه نشته او اوس د دغه سيمې خلک غوښتنه کوي چې د تور قانون نه دې خلاص کړی شي او په خېبرپښتونخوا صوبه کې دې شامل کړی شي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې دپاکستان د مرکزي کابینې غونډې نه فاټا کې داصلاحاتو له منظوریدو وروستو د پخواني وزیراعظم نوازشریف صلاح کار سرتاج عزیز ویلي وؤ چې د پارلمان څخه فاټا کې د اصلاحاتو ددغه قانوني مسودې منظوریدو نه پس به دپینځوؤ کالو موده ددې د عملي نفاذ دپاره په ائین کې ضروري بدلونونه کولی شي.

هغه داهم ویلی وؤ‌ چې ددغو بدلونونو دلارې به قبائیلي سیمې خیبر پښتونخوا کې ورګډولی اؤ د فاټا خلک به ددې جوګه کولی شي چې د کال 2018 م په ټولټاکنو کې صوبایي اسمبلۍ ته خپل منتخب استازي ولیږي.

سرتاج عزیز ژمنه کړې وه چې د فاټا دپاره به شل زره خاصه دار عسکر بهرتي کولی اؤ د پيښور ایالتي محکمه به تر قبائیلي سیمو ورغځولی شي خو دحکومت دغه ژمنې لا سرته رسیدلي‌ نه دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG