لاس رسیدونکی لینک

دپاکستان قامي وسیلو کې دپنجاب خپله برخه نوره سیوا


د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي په هیواد کې د شریکو ګټو شورا یا مشترګه مفادات کونسل سردوباره جوړ کړی چي ورسره په دغه کونسل ګښې د نوره صوبو په نسبت د پنجاب نمايندګي لا نوره هم سيوا شوې
دا پرمختګ پداسې حال کښې رامينځ ته شوی چې په پاکستان کې د سرشميرنې اؤ دصوبو ترمينځ د وسيلو د ويش د مهمو شخړو پريکړې کيدونکې دي.
د وزير اعظم د د فتر لخوا جاري شوې پاڼه کښې ويل شوي چې د اتوؤ غړو لرونکو ګډو ګټو په دغه کونسل کې به اوس پنجاب څلور غړي ولري.
له دې وړاندې دغه کونسل کې دهرې صوبې دوؤ غړو دخپلې صوبې استازیتوب کولو.
،دپاکستان دائین د ١٥٣مې مادې ترمخه د ګډو ګټو ددغه کونسل د جوړولو واک دهیواد صدر لري خو دا ړومبی ځل دی چې دائین څخه په سرغړونې کولو دصدر پځایې وزیراعظم دغه کونسل پخپله خوښه جوړ کړی.
دشریکو ګټو ددغه کونسل دسر دوباره جوړښت له امله د پنجاب داستازو د شميرې سيوا کيدو په پايله کښې د هېواد دوؤ وړو صوبو خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالت خپل يو يو غړی بايللی خو د سندهـ ايالت د دوو غړو شميره په خپل زوړ حال پاتې ده.
د وزير اعظم له اړخه جاري شوې اعلاميه وایي د کونسل مشري به وزيراعظم پغاړه لري ، او د څلورو واړو صوبو اعلي وزيران، د بين الصوبایي اړيکو ، صنعتي پيداوار او د خزانې وفاقي وزيران به یي غړي وي.
دوزيراعظم لخوا دې فيصلي په حقله دعوامي نيشنل گوند سينټر الياس بلور وایي دغه پریکړې سره به یوځل بیا پاکستان کې وړې صوبې دخپلو حقونو نه محرومه وساتل شي.
وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې الياس بلور ویلي وړاندي هم پاکستان کې وړي صوبې د خپلو حقونو نه محرومه ساتل کيدې اؤ اوس د وزير اعظم لخوا دې فيصلي نه په ډاګه شوه چې پنجاب به دهیواد د ټولو صوبو نه بالا حیثیت لري.
وتلی اقتصاد پوهه اؤ د وړو قامونو دحقونو مبارز ډاکټر سيد عالم محسود هم وايي چي پاکستان کښي سينټ اؤ د ګډو ګټو کونسل دوه داسي ادارې وې چي پکي صوبو ته برابر استازيتوب ترلاسه ؤ اؤ اوس په دې کونسل کښې دپنجاب نمايندگي زياتول ښایي چې پاکستان يوازې د پنجاب نامه ده.
ډاکټر سيد عالم وایي په ائین کې داتلسم ترميم تر مخه چې وړو صوبو ته کوم لږ ډيراختيارات ورکړی شوي وؤ داګام د هغه اختياراتو د واپس اخستو یوه ناوړه هڅه ده.
په هیواد کې دګډو ګټو کونسل د پاکستان یوه ائینې اداره ده اؤ ددې بنيادي مقصد د صوبو ترمنځ د وسيلو په ويش اختلافونه له مینځه وړل اؤ په منصفانه ډول د وسیلو ویش ته لاره هوارول دي .
خو په پاکستان کې وړې صوبې ګیله لري چې پنجاب د هیواد په ټولو وسیلو خیټه اچولې اؤ وړې صوبې یې دخپلو حقونو نه محرومه ساتلي دي

XS
SM
MD
LG