لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرپویان وایي افغان حکومت دپاکستان پوځ سره تماسونه پیل کړي


ډاکټر پویان
ډاکټر پویان

په پيښور کې دافغانستان قونصل جنرال ډاکټرعبدالله وحید پویان ویلي ټوله نړۍ په دې خبر ده چې دپاکستان په خارجه پالیسو کې ددغه هیواد پوځ یو غښتلی رول لري نو ځکه اوس افغانستان دپاکستان دحکومت ترڅنګ دپاکستان پوځ سره هم دشخړو هواري دپاره تماسونه ټینګ کړي دي.

دغه خبرې څرګندونې په پيښور کې دافغانستان دازادۍ دبیرته ترلاسه کولو د۹۸مې کلیزې په مناسبت د راجوړې شوې دستورې په مهال وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې کړي دي.

قونصل جنرل وویل افغانستان تل هڅه کړې ده پاکستان سره ښه مناسبات اؤ راشه درشه ولري اؤ په دغه لړکې یې تل دپاکستان دحکومت سره رابطو ته دوام ورکړی دی.

دهغه وینا وه چې په دې وروستیو کې چې دداړو هیوادونو ترمینځ په سفارتي کچ کومې رابطې شوي یا هم د حکومتي اؤ پوځي مشرانو ترمینځ ناستې اؤ مشورې شوي هغې نه ښې هیلې لرل پکار دي.

دافغانستان د استقلال په مناسبت کیک پریکولی شي
دافغانستان د استقلال په مناسبت کیک پریکولی شي

ډاکټر پویان وویل چې له دې خبرې هیڅوک انکار نه شي کولی چې که په افغانستان کې امن نه وي نو پاکستان به هم د ناقلارۍ سره مخ وي اؤ همدغسې پاکستان کې دامن خرابه وضعه په افغانستان اغیزې لري.

دهغه وینا وه چې دواړه ملکونه که دیو بل د هوسا اؤ ارام ژوند موقعې ولټوي نو بیا ګرانه نه ده چې دسیمې څخه نه یوازې دترهګرۍ نوغي وتلو کې مرسته وشي بلکې اولسونه به یې هم د پرمختګ فرصتونه پیدا کړي.

په دغه مهال دعوامي نیشنل ګوند مرکزي سکتر ښاغلي میا افتخار راجوړې شوې دستورې ته پخپله وینا کې وویل چې د ښه اؤ بد ترهګر په لوبه کې ترټولو زیات زیانونه دپاکستان اؤ افغانستان خلکو ولیدل اؤ اوس به دې دواړو هیوادونو ته پکار وي چې ترهګر ته د ښه اؤ بد په نظر نه بلکې یوازې د ترهګر په سترګه وګوري.

ښاغلي افتخار حسین وویل که دپاکستان خاوره د افغانستان په ضد ونه کارول شي اؤ افغانستان دپاکستان دښمن ته پناه ورنکړي نو په دې کې ددواړو هیوادونو خیر دی .

هغه وویل اوس ترهګري په یو ذهنیت بدله شوې ده اؤ پاکستان اؤ افغانستان ته به په ګډه دغه ذهنیت ته ماتې ورکول وي.

دغه دستورې ته په پیښور کې دایران قونصل جنرال ، د قومي وطن ګوند صوبایي سکتر هاشم بابر اؤ نورو شخصیاتو هم ویناوې وکړې اؤ د افغانستان اولس اؤ حکومت ته یې دازادۍ د مبارکۍ وئیلو ترڅنګ سیمه کې دامن ټینګښت دپاره خپلو کې په همکارۍ ټینګار وکړو.

د افغانستان دازادۍ دغه دستورې ته د پښتو وتلې فولکلوري سندرغاړې زرڅانګې سندرې هم وویلې چې دغو سندرو ددستورې د برخه والو په مخونو دخوښۍ رنګونه وشیندل اؤ د سازونو مخې ته یې دپښتنو روایتي اتڼونه هم وکړل

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG