لاس رسیدونکی لینک

په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو د وژنې پلټنې ولې نه کيږي؟ د کورنو غوښتنه


په سکول ترهګر بريد کې د ککړو لاسونو په ډاګه کولو دپاره دې عدالتي تحقيقات وشي.

د وي او ای اردو سروس د رپورټ تر مخه د پېښور په ارمي پبلک سکول کې په ترهګر بريد کې وژل شوؤ ماشومانو کورنیو غوښتنه کړې د پاکستان عدالتونه که د هیواد وزيراعظم کورته لېږلی شي نو په دغه سکول د بريد عدالتي پلټنو امر ولې نه کوي؟

د واېس اف امریکا اردو د رپورټ تر مخه په پېښور پرېس کلب کې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو ميندې، پلاران او خوېندې وروڼه راټول شوي وو او د خبري غونډې د لارې يې غوښتنه وکړه چې په کال ۲۰۱۴م کې په ارمي پبلک سکول کې شوي ترهګر بريد کې د ککړو لاسونو په ډاګه کولو دپاره دې عدالتي تحقيقات وشي.

پلوشه خان چې په دغه برید کې يې ورور وژل شوی وي او ای اردو ته وايي: "زمونږ د سپريم کورټ او هاېي کورټ سره چې دومره طاقت شته چې وزيراعظم هم کورته لېږلی شي، نو زمونږ خو خاندانونه تباه شوي ۱۴۰ کورونه تباه شوي".

هغې وويل مونږ ته به څوک وايي چې د پېښور "د پېښې په شا د چا لاس ؤ دا د چا زمه واري وه چې هغه سکول ته به یې سيکيورټي ورکوله".

د حفصه دراني ورور هم د پېښور په دغه سکول ترهګر بريد کې وژل شوی وايي د دغه بريد هر څه معلوم دي.

"دويې مونږ ته کله يوه بهانه وکړي چې مونږ کله کورټ کې شکايت ورکړو مونږ له په تاريخ پسې تاريخ راکوي خو مونږ له فېصله نه راکوي دويې سره ټول ثبوتونه شته دويې ته پته ده چې څوک دي د دې په شا باندې، خو دويې مونږ ته ولې نه وايي؟ دا زمونږه حق دی".

پېښور کې د کال ۲۰۱۴م د دسمبر په ۱۶م نېټه د پوځ د انتظام لاندې چليدونکي سکول باندې ترهګر بريد شوی او د ۱۵۰ نه سېوا کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې زده کوونکي وو.

د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ د دوه کالو راهسې دغه غوښتنه کوي چې د دغه بريد پلټنې دې د عدالتي تحقيقاتو د لارې وشي.

د وژل شوؤ ماشومانو د شهدافورم په نوم جوړې ډلې په وېنا چې دويې د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ته هم خواست کړی چې د پېښې په اړه رپورټ ورته ورکړي.

او فورم ويلي چې دغه خواست يې معلوماتو ته د رسائي د قانون لاندې کړی خو په ځواب کې رپورټ نه دی ورکړی شوی او ورته ويل شوي چې په رپورټ کې ځینې خبرې د قامي امنيت سره اړونده دي ځکه يې نشي ورکولی.

XS
SM
MD
LG