لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخبریال ولي بابر په وژنه دتورن فیصل موټا دمرګ سزا ختمه کړل شوې


فیصل موټا ته د کندهـ کوټ دترهګرۍ د مخنیوي محکمې دمرګ سزا اورولې وه
فیصل موټا ته د کندهـ کوټ دترهګرۍ د مخنیوي محکمې دمرګ سزا اورولې وه

دپاکستان دسندهـ صوبې ایالتي محکمې د یو پښتون خبریال ولي بابر په وژنه کې د مرګ په سزا د سزاوار کړل شوي تورن تن فیصل چې په موټا مشهور دی د مرګ سزا ختمه کړې اؤ ښکتنۍ محکمې ته یې ددغه قضیې د سر دوباره اوریدنې امر کړی دی.

ولي بابر دپاکستان د یو شخصي ټیلي ويژن سره دخبریال په توګه کار کولو چې په ۱۳ جنورۍ ۲۰۱۱م کې د کراچۍ په لیاقت اباد سیمه کې وژل شوی ؤ.

د هغه د مړینې پړه د کراچۍ په یوه لساني ډله ایم کیو ایم وراچول شوې وه اؤ وروستو په ۱۱م مارچ ۲۰۱۵م کې ددغه ډلې په مرکزي دفتر نائن زیرو د امنیتي ځواکونو یوه چاپه کې فیصل نومې تن د ولي بابر د وژنې په تور نیولی ؤ.

فیصل موټا ته د کندهـ کوټ دترهګرۍ د مخنیوي محکمې دمرګ سزا اورولې وه خو هغهدغه سزا د سندهـ ایالتي محکمه کې چیلنج کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې سزا ورته د هغه په غیرموجودګۍ کې اورول شوې ده اؤ دخپلې صفایۍ موقع هم نه ده ورکړل شوې.

د شورو په ورځ د سندهـ ایالتي محکمې د فیصل موټا د وژنې سزا ختمه کړې اؤ ښکتۍ محکمې ته یې امر کړی چې د فیصل موټا په ضد دوسیه بیا دسره واوري.

په ډاګه دې وي چې د ولي بابر وژنې سره د تړاؤ په لرلو شپږ کسان په بیلابیلو وختونو کې وژل شوي چې په هغې کې پولیس هم شامل دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG