لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: افغان کډوالو د خپلو مشرانو په ضد مظاهره کړې


هغه وويل چې خپل مشران ورسره لاس امداد کوي نو د پاکستان دولت به يې څه مرسته وکړي.
هغه وويل چې خپل مشران ورسره لاس امداد کوي نو د پاکستان دولت به يې څه مرسته وکړي.

خېبرپښتونخوا کې د هري پور او نوښار ضلعو نه افغان کډوال راغلي او د پېښور پرېس کلب مخې ته يې د افغان حکومت لخوا د کډوالو د چارو مسؤل حميدجليلي او نورو په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د مظاهرې يو ګډون وال سهار ګل ډيوه ریډيو سره خبرو کې وويل، "مونږه دا رئيس د مهاجرينو نه منو او ځکه يې نه منو چې دی بايد د غريبو مهاجرينو پوښتنه وکړي، مهاجر د اوبو، بجلي مشکلات لري او که کډوالو ته خوراکي مواد راشي مشران يې وړي غريب پاتې دی".

د مظاهرې يو بل ګډون وال محبوب خان وويل، " هر ډول مشکلات لرو او جليلي مو حق خوري دويې په اي سي ګانو کې ناست دي د مهاجرو هيڅ تپوس نه کوي".

هغه تور ولګوؤ چې د مهاجرينو په نوم نړيوال امدادونه راځي او په هغې کې کډوالو ته په ۱۰۰ کې يو فيصد هم نه مېلاويږي.

هغه وويل چې خپل مشران ورسره لاس امداد کوي نو د پاکستان دولت به يې څه مرسته وکړي.

مشرف بوستان وايي، "اول د خپلو ماشومانو او ښځو دپاره سهولتونه غواړو څنګه چې نړيوال د مهاجرينو سره کومک کوي دغه شان دې د دويې سره هم وشي".

هغه وويل مونږ ته به اول راشن راتلو او ډېره موده وشوه چې اوس هغه نه راځي.

نوموړي دا اهم وويل چې په پاکستان کې يې ۳۸ کاله تېر کړل ښه په عزت سره خو د کله نه چې جليلي راغلی دی په دویې يې پاکستان تنګ کړی او هغه سياسي کړئ لري.

ډيوه رېډيو چې په خېبرپښتونخوا کې د افغان حکومت د کډوالو مسؤل حميدجليلي نه د دغه احتجاج او تورونو په اړه غبرګون وغوښت نو هغه دا تورونه رد کړه او وې ويل، يو خو دا ده چې دا مظاهره چيان يو څو تنه وو او په دويې کې د کډوالو استازي يا مشران هم نه ؤ.

هغه وويل د دويې په لاس کې چې څومره اسانتياوې وي او څومره کولی شي هم هغه هومره مرسته ورسره کوي.

جليلي وويل ځينې خلک خپل شخصي اهداف لري او ډېر شخصي موضوعات وي هغه وويل په ټولو خبرو تبصره نشي کولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG