لاس رسیدونکی لینک

اشرف غني: پاکستان باید د لندن د موافقې سره سم عملي او اساسي اقدامات وکړي


د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه د پاکستان د بهرنو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه د صدر اشرف غنی سره په ارګ کې ليدلي دي،

د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان د بهرنيو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه سره په ليدنه کې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه په راکټي بريدونو خپلې اندېښنې څرګندې کړي او ويلي يې دي چې دغه اندېښنې دې د پاکستان نوي مشرتابه ته وړاندې کړي.

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه د پاکستان د بهرنو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه د صدر اشرف غنی سره په ارګ کې ليدلي دي، او ښاغلي صدر څرګنده کړې،

" پاکستان باید د لندن د غونډې له موافقې سره سم عملي او اساسي اقدامات وکړي او دغه بهیر دې له هره پلوه یو درېم اړخ په بې پرې توګه وڅاري چې له تمې سره سم د دواړو هېوادونو په ګټه نتیجه ترلاسه شي".

ارګ په خپل بيان کې د لندن د غونډې نور کوم تفصیل نه دی ويلی خو د روان کال مارچ په مياشت کې د برطانيه په کوربه توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو ښه کولو په موخه لندن کې يوه غونډه شوې وه.

د لندن د غونډې سمدست وروستو پاکستان د افغانستان سره تړلې د تورخم او چمن لارې د يوې مياشتې نه زیاتې مودې وروستو پرانستې وې.

د سه شنبې په ورځ د ارګ په ليدنه کې جنجوعه ويلي، پاکستان د سيمې د امنيت په اړه اندېښنه لري، او زياته کړې يې د ه د افغانستان اندېښنې به خپل نوي مشرتابه ته وړاندې کړي.

په ليدنه کې افغان صدر د ترهګرۍ ګواښ ته په اشارې سره دا هم ويلي، " د ښه او بد تروریزم ترمنځ باید هیڅ فرق ونشي، ځکه دا د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره یو ګډه سنګينه خطره ده او د تروریستي ډلو فعالیتونه د ټولو په تاوان دي".

افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان د ښه او بدو طالبانو ترمنځ د توپير تور لګوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په وروستيو کې يې د ټولو وسله والو ترهګرو ډلو په ضد يو رنګ عمليات ترسره کړي دي.

د کابل په يوه ورځني سفر کې جنجوعه د افغانستان د بهرنو چارو مرستیال وزير حکمت خليل کرزي سره هم ليدلي او په دوه اړخيزه امورو يې خبرې اترې کړي دي.

د حکمت خليل کرزي او تهمينه جنجوعه ترمنځ دا ليدنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي صلاح مشورو وړومبی پراؤ ؤ.

په دغه ليدنه کې خليل کرزي د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو استازو ترمنځ د بېلابيلو ليدنو په مهال شوې خبرې ورېادې کړي او دهغو په رڼا کې يې د دوه اړخيزه سياسي، امنيتي او اقتصادي چارو په اهميت زور راوړی دی.

د افغان بهرنو چارو وزارت ويلي، "په ليدنه کې د افغانستان د سولې د بهير، د ډېورنډ پولې ته څېرمه امنيت، دوه اړخیز تجارت او ټرانزټ په چارو تفصیلي خبرې اترې شوي دي".

دواړو خواؤ ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شریک باور رامنځته کول بنيادي خبره ده، او دواړه په دې موافقه شوي چې به دې لړ کې به کار کوي چې باور بيرته رامنځته کړی شي.

دواړو خواؤ دوه اړخیزه سوداګرې ته د ودې ورکولو وويل کومه چې په وروستيو کې راټيټه شوې ده، دويې موافقه کړې چې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو سوداګرو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو او هغه خنډونه به د مینځه لرې کړي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ مخه نیسي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو سیاسي صلاح مشورو دوېم پړاو غونډه به د ۲۰۱۸ کال په لومړو کې ترسره شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG