لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف محکمې ته ویلي دهغه دنااهلۍ پریکړې ته دې بیا کتنه وشي


د نوازشریف وکیل ویلي د ټولټاکنو په مهال نوازشریف خپلې ټولې شتمنۍ ښودلي دي
د نوازشریف وکیل ویلي د ټولټاکنو په مهال نوازشریف خپلې ټولې شتمنۍ ښودلي دي

د پاکستان پخوانې وزيراعظم نواز شريف دپاناما پيپرزقضیه کښې دسترې محکمې له لخوا دهغه دنااهله کولو د پریکړې په ضد سترې محکمې نه غوښتنه کړې ده چې پخپله دغه پریکړه بیا نظر وکړي.

دجولائي په ۲۸مه نيټه د پاکستان دستري محکمي دپینځوؤ قاضیانو ډلې دپاناما پيپرز دوسیه کې وزيراعظم نواز شريف نااهله ګرځولی ؤ چې ددغې پریکړې سره سم ښاغلي نوازشریف د وزیراعظم د منصب څخه لاس وینځلي وؤ.

سترې محکمې خپله پریکړه کې ويلي وؤ وچي نواز شريف د خپلو اثاثو په حقله دروغ ويلي دي ځکه د ائین د ٦٢-٦٣ مادې تر مخه صادق اؤ امين نه دی پاتي شوي.

اوس یو وارې بیا د نوازشریف د وکيل له لوري ستره محکمه کې په جمع کړل یو یو خواست کې د محکمې څخه پخپله پریکړه د سردوباره نظر کولو غوښتنه شوې ده.

دنوازشریف لخوا محکمې ته په شوي خواست کې دریځ خپل کړی شوی چې محکمې دکومو شتمنیو پسر هغه نااهله ګرځولی دټولټاکنو په مهال هغه ددې تفصیل پخپلو کاغذونو کې ښکاره کړی ؤ.

دپاکستان وتلي قانون پوهه فروغ نسيم دنوازشريف لخوا محکمې ته د بیا کتنې د شوي خواست په هکله وایي که چري دنواز شريف دغه خواست د اوریدني د پاره منظور هم شي نو هم هاغه دقاضیانو هم هاغه پینځه کسيزه ډله به یې اوري چي نواز شريف یې نااهله ګرځولی.

میډیا سره خبرو کې ښاغلي فروغ نسيم ویلي د بيا کتني خواستونو کې داسې احتمال ډير کم وي چي محکمه خپله فيصله بدله کړي.

بلخوا د نوازشريف پر ضد د عدالت سپکاوي مقدمي اورنه نن دلاهور ایالتي محکمه کښي شوي ده.

دنواز شريف پرضد دمحکمې دسپکاوي خواست د مدني ټولني يوي ښځینه غړې کړی دی.

ددغه اوریدنې په مهال د نواز شريف مخالف وکيل محکمې ته ويلي دي چي نوازشريف په خپلو جلسو کښي د ستري محکمې قاضيانو باندې نیوکې کوي اؤ خپل گوښه کيدل سازش بلي.

دغه وکیل محکمه کې دریځ خپل کړی چې دهیواد په ادارو نیوکې کول هم غداري ده. د اوریدنې څخه وروستو دلاهور ایالتي محکمې دنواز شريف په ګډون دهغه د ګوند مسلم لیګ (ن) ۱۴ دپارلیمان غړو اؤ دبرقي ميډيا د څارني ادارې يا دپيمرا مشر پسې جوابونه کړي اؤ۲۵م اگست به بيا ددغه دوسیې اوریدنه کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG