لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي فاټا دپاره داضافي وسیلو ورکولو ژمنه کړې


شاهد خاقان عباسي
شاهد خاقان عباسي

دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شاهد خاقان عباسي ویلي دي چې قبائیلي سیمو کې بدلون ضروري شوی اؤ دهغه حکومت هوډ لري چې دغه سیمې به دهبواد د نورو صوبو په څیر یو شان د پرمختیا لیکې ته سمولی شي.

وزیراعظم عباسي دغه څرګندونې دقبائیلي سیمې د سنیټیرانو یوې ډلې سره لیدنه کې کړي دي.

له دې وړاندې هم دپاکستان حکومت پرله پسې دا دعوې کړي چې په هیواد کې ترټولو وروستو پاتې قبائیلي سیمو ته به د ژوند ټولې اسانۍ ورکوي خو تیره میاشت په میډیا داسې راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ چې حکومت دجګړه ځپلو قبائیلي سیمو دپاره بجټ کې کومې پیسې بیلې کړي دي په هغې د چین څخه جنګي جهازونه اخلي.

دا په داسې حال ده چې دقبائیلي سیمو اولس دریځ لري چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دهغوئ کورونه، روزګارونه، زمکې ، سکولونه ،،سړکونه اؤ پلونه تباه شوي اؤ په دغو سیمو کې دژوند هیڅ اسانۍ وجود نه لري.

د وزیراعظم د ماڼۍ نه مطبوعاتو ته په لیږل شوي یو بیان کې ویل شوي چې دسنیټیرانو ډلې هم وزیراعظم ته ویلي چې د ترهګرۍ په وجه دهغوئ سیمې سختې زیانمنې شوي اؤ دغلته اوس د بیا ودانۍ کارونه هم ډیر په قلاره روان دي.

وزیراعظم قبائیلي سنیټرانو ته باور ورکړی چې دهغه دګوند حکومت وړاندې نه د ټولو اړخونو په مشوره قبائیلي سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو اؤ ددغه ځایې اولس ته داساسي اسانیو په لاس د ورکولو دپاره هڅې پیل کړي دي.

شاهد خاقان عباسي دا ژمنه هم وکړه چې حکومت به یې فاټا کې د صحت،تعلیم اؤ نورو اولسي څانګو کې د ښه والي راوستلو دپاره اضافي وسیلې ورکوي.

دجولایي په میاشت کې په میډیا داسې راپورونه مخې ته راغلي وؤ‌چې د پاکستان حکومت په جګړه کې ترټولو زیاتې ځپل شوې قبائیلي سیمې وزیرستان کې دپرمختګ اؤ‌ دخلکو دخیر ښیګړې په نوم بیل کړی شوؤ یو ارب روپو څخه ۳۸ میلیونه روپۍ دامنیت په نوم اخستي ‌ اؤ‌ دچین څخه پرې جی ۱۷ تهنډر جنګي جهازونه ترلاسه کوي.

ددغه راپور مخې ته د راتللو نه وروستو وزیرستان څخه دقامي اسمبلۍ غړي محمد نزیر ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې قبائیلي اولس د محرومۍ احساس نور په غورځنګونو دی اؤ که ریاست خپل حقونه ورنکړي نو دوئ به د زور دلارې دغه حقونو اخستو ته مټې رابډ وهي .

دپاکستان قبائیلي سیمې چې ابادي یې داسرائیل نه سیوا ښودل کیږي دغلته هیڅ یو پوهنتون، میډیکل کالج یا د انجنئیرنګ پوهنتون وجود نه لري اؤ دغلته د انګریز د دور نه دنافذ قانون ایف سي ار نه هم قبائیلي عوام سر ټکوي.

په دې وروستیو کې دقبائیلي سیمو د پارلیمان غړو، سیاسي ګوندونو ، طالبعلمانو اؤ دمدني ټولنې غړو فاټا نه دایف سي ار ختمولو اؤ ددغه قبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو دپاره احتجاجونه پیل کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG