لاس رسیدونکی لینک

د افغانستان لپاره امریکايي تګ لاره کې د خصوصي ځواک امکانات


هغه وويل، مونږ د ښه انتخاب کوو او تاسو به وليدی شئ چې په دوؤ کې به د يو انتخاب وکړو.

د امریکا قانون ساز د افغانستان او سويلي اسيا دپاره نوې پوځي تګ لارې جوړولو ته "ډېر نزدې" دي، خو د سيمې نه په وتلو او خصوصي ځواک هم غور کيږي.

د امريکا د دفاع وزير جېم مېټس د دوشنبې په ورځ ناوخته خبريالانو ته ویلي، "زه فکر کوم چې مونږ ډېر نزدې يو"، هغه په نورو خبرو د غور هم وويل.

هغه وويل، مونږ د ښه انتخاب کوو او تاسو به وليدی شئ چې په دوؤ کې به د يو انتخاب وکړو.

امريکا په افغانستان کې د ۸۴۰۰ پورې پوځي سرتيري لري کوم چې د طالبانو په ضد جګړه کې د افغان ځواکونو مرسته، او د القاعده او داعش سره اړونده نورو ترهګرو ډلو وسله وال په نخښه کوي.

داسې پلان ؤ چې امريکا نور ۴۰۰۰ پوځي سرتيري افغانستان ته وليږي خو د سپينې ماڼۍ او پوځي چارواکو دغې پرېکړې ته د بيا کتنې له امله سرتيري لېږل وروستو کړی شوي دي.

راپورونه وايي يو امکان دا هم دی چې د صدر ټرمپ پام يې دې پله راګرځولی چې په خپل پوځ انحصار کم کړي او د هغې په ځای خصوصي شخصي ځواک راولي.

د خصوصي امنيتي شرکت بلېک واټر مشر پلان وړاندې کړی چې د امريکا د پوځ په ځای به ۵۰۰۰ کنټرېکټر راوستی شي او د هغو سره به د شخصي هوايي ځواک ۹۰ الوتکې هم وي.

د بلېک واټر شرکت جوړؤنکي اېرېک پرنس وي او ای ته ويلي، امریکا دا وخت په افغانستان کې د برتانيې د داخلي دفاعي بجټ نه زيات خرڅ کوي.

پرنس په افغانستان کې د واشنګټن اوسنۍ تګ لاره ناخبره او غېرمنظمه بللې او ويلي يې دي د هغه په وړاندې کړی شوي پلان به دکال د ۱۰ اربه ډالرو نه کم لګښت راشي.

د افغانستان حکومت دغه وړاندیز ته په رسمي ډول ځواب نه دی ویلی خو ځينې افغان دفاعي چارواکو ويلي وي او ای ته ويلي، دغه پلان قانون ستونزې لري او د امریکا د افغانستان سره ګډ امنيتي تړون باندې پوښتنې راپورته کوي.

مېټس ويلي د خصوصي امنيتي شرکت امکان اوس هم موجود دی.

هغه ويلي، دا د انتخاب برخه ده او صدر په دغه اړوند د دفاع وزير او د سي ائي ای ډائريکټر ته مشوره ورکولی شي.

مېټس په افغانستان کې د امريکا په اوسنی کمانډر جنرال نکولسن باندې د اعتماد څرګندونه هم کړې ده.

تېره میاشت داسې راپورونه مخې ته راغلي چې د طالبانو په ضد جګړې نه ګټلو په ټرمپ نکولسن لرې کوي.

خو مېټس ویلي، په هغه د نېټو اعتماد دی، په هغه د افغانستان اعتماد دی او په هغه د امريکا اعتماد دی.

خو د دغه پوښتنې چې ټرمپ ته پرې اعتماد دی، مېټس ویلي دا پوښتنه د صدر نه وکړئ.

XS
SM
MD
LG