لاس رسیدونکی لینک

پاکستان د۷۰کالو شو خو قبايلي اولس يې ځان اوس هم ازاد نه ګڼي


قبايلي اولس د خپلو حقونو او ځان منلو دپاره د پارلمان مخې ته احتجاجونه کوي خو تراوسه د پاکستان رياست قبايلو ته د بنيادي بشري حقونو ورکولو ته تيار نه دی.

د پاکستان د جوړېدو چې ۷۰ کاله پوره وشو خو د ملک د قبايلي سيمو سره تعلق لرونکي د پارليمان استازي، سياسي مشران او خبريالان يې وايي، دويې ته تراوسه پورې نه خو لکه د نور ملک ازادي ترلاسه شوې او نه ورته بنیادی انساني حقونه ورکړی شو،د تور قانون اېف سي ار لاندې دي ځانته څنګه ازاد اووايي.

د کرمې ايجنسۍ نه د پارليمان منتخب غړی ساجدحسېن توري وايي، که څه هم په کرمه کې په دې وروستيو کې غمژنې پېښې رامنځته شوي خو بيا هم په خلکو کې جذبه شته جشن کوي.

خو نوموړي وايي، "مونږ ټول افسوس په دې کوو چې ۷۰ کاله وشو بنيادي حقونه او هغه ازادي چې کومه نورو پاکستانيانو ته ترلاسه ده څلورو صوبو ته ګلګت بلتستان ته او ازاد کشمير ته د بدقسمتۍ سره هغه مونږ ته نه ده مېلاؤ".

ساجد توري وويل دويې هيله مند دي چې د ملک نوی وزيراعظم شاهدخاقان عباسي به ډېر زر د قبايلی سيمو دپاره غټ زېری واوروي.

د فاټا سياسي اتحاد مرستيال مشر نثار مومند چې تعلق يې د مومند ايجنسۍ سره دی وايي، د پاکستان د نورو سيمو په شان په قبايلي سيمو کې هم نن د پاکستان ورځ نمانځل کيږي،

"خو بنيادي خبره دا ده چې قبايلو ته لا تراوسه پورې د پاکستان ائين نه دی غځېدلی او پاکستان چې ۷۰ کاله وړاندې جوړ شو ځان ته يې ائين جوړ کړو او قبايلي سيمې يې د انګرېز په جوړ قانون کې پاتې کړې نو ظاهره ده چې قبايل ځان ته ازاد نشي ويلي".

نثارمومند وايي چې کله قبايلي سيمو ته د پاکستان اساسي قانون د ۱۹۷۳ ائین دلته راشي او دويې ته بنيادي حقونه نه دي ورکړی شي نو د هغې نه وروستو به د سيمې اولس د خپلو حقونو غوښتنه کولی شي، او څنګه چې د ملک پاتې اولس ازادي تصور کوي دغه ازادي به دويې ته هم ترلاسه شي.

هغه زیاته کړه چې په نور ملک کې بل قانون وي او دلته بل قانون وي نو دويې به څنګه ځان ته ازاد اووايي، نوموړی د قبايلي سیمو د ازادۍ يواځيني علت د انګرېز جوړ اېف سي ار د مینځه وړل ګڼي.

د قبايلي سیمې وزيرستان سره تعلق لرونکی خبريال ناصر داوړ وايي، قبايلي خلکو هم نن بېرغونه راپورته کړي او پوځ په قبايلي علاقو کې ځينې دستورې هم راجوړې کړي دي.

خو وايي په قبايلي سيمو کې "ډېر خلک داسې هم يو فکر کوي چې لاخو تراوسه پورې مونږ رياست پاکستان ته د خپل ځان تسليمولو دپاره مونږ خېر غواړو مونږ منتونه کوو زارۍ کوو".

هغه وايي قبايلي اولس د خپلو حقونو او ځان منلو دپاره د پارلمان مخې ته احتجاجونه کوي خو تراوسه د پاکستان رياست قبايلو ته د بنيادي بشري حقونو ورکولو ته تيار نه دی.

هغه وويل " ګڼي چې پاکستان ازاد شوی دی خو قبايلو ته پکې لا هغه ازادي نشته لکه څنګه چې پنجاب ته ده او نورو صوبو ته ده".

هغه زياته کړه چې اوس ځینې خلک داسې فکر هم کوي چې دويې د پاکستان په رياست په ځان منلو ستړي شو ووژل شو د دې ملک دپاره يې قربانۍ ورکړې خو که د دې هر څه باوجود رياست ته د دویې ضرورت نه وي نو دويې ته هم نور ضرورت نشته.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG