لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايران پارلمان د ميزايل پروګرام دپاره د فنډ سېوا کولو منظوري ورکړې


لاريجاني اعلان کړی دغه بل چې په ۲۴۷ کې يې ۲۴۰ رایې ورکړی شوي،
لاريجاني اعلان کړی دغه بل چې په ۲۴۷ کې يې ۲۴۰ رایې ورکړی شوي،

د ايران قانون جوړؤنکو د اتوار په ورځ د ملک د بېلېسټک ميزائل پروګرام دپاره د فنډ پراخولو په حق کې ووټ ورکړی دی.

د ايران د طرفه دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د امریکا او ايران ترمنځ تاؤ تريخوالی روان دی، او د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د ايران په حکومت نوي بندېزونه لګولي دي.

د ايران د پارلمان سپيکر علي لاريجانی ويلي، "امریکايان دې خبر وي چې دا زمونږ وړومبی اقدام دی".

لاريجاني اعلان کړی دغه بل چې په ۲۴۷ کې يې ۲۴۰ رایې ورکړی شوي، د دې مقصد په سيمه کې د ترهګرۍ او امريکا د کوم ګام مخنيوی دی.

د ايران حکومت له دې وړاندې ویلي چې د ټرمپ نوي بندېزونه د هغه تړون سرغړونه ده کومه چې د جوهري خبرو په لړ کې د امریکا او نورو ملکونو سره شوې وه.

د ايران پارلمان ويلي په دغه بل کې نیم اربه ډالره به د ميزايل پروګرام پراخولو او امریکا د کوم ګام په ضد کارولی شي.

د ايران د ملي امنيت او بهرنۍ پاليسۍ د کمېټۍ وياند سيدحسېن نقوي حسېني ايسنا خبري ادارې دته ویلي، دغه بل د ايران د نړیوالو قوتونو سره جوهري تړون نه کمزوری کوي.

هغه ويلي ايران به کله هم دغه تړون مات نه کړي.

اېسنا ويلي، په بل کې د امریکا پوځ او نورو هغه ادارو ته چې مالي، استخباراتي، پوځي، لوجيسټکي او روزنيز ملاتړ او ترهګري کوي په سيمه کې، داعش او القاعده ته په ويزو ورکولو بندېز لګول شوی دی.

صدر ټرمپ په جولايي کې په ايران او نورو ملکونو په نوؤ بندېزونو لاسليک کړی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG