لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي هوايي بريد ختيځ افغانستان کې د داعش مشران وژلي


د جولائۍ په مياشت کې ترسره شوي هوايي بريد کې د داعش مشر ابوسعيد په کونړ کې خپل مرکز کې وژل شوی ؤ،
د جولائۍ په مياشت کې ترسره شوي هوايي بريد کې د داعش مشر ابوسعيد په کونړ کې خپل مرکز کې وژل شوی ؤ،

امریکايي چارواکو نن د يکشنبې په ورځ ویلي، امریکايي هوايي برید ختيځ افغانستان کې د داعش مهم مشران وژلي دي.

کابل کې امریکايي ځواکونو يو بيان کې ويلي، د زيارت يا پنجشنې په ورځ ترسره شوي بريد کې عبدالرحمان وژل شوی دی، څوک چې د کونړ ولايت ياصوبې د داعش مشر ؤ.

افغانستان کې د امريکايي پوځ مشر جنرال نکولسن ويلي، "د عبدالرحمان وژنه په افغانستان کې د داعش د مشرانو دپاره غټه ضربه ده".

په کونړ کې ترسره شوي بريد کې د داعش درې نور مهم مشران هم وژل شوي دي.

نکولسن ويلي داعش ته به روان کال په افغانستان کې ماتې ورکوو.

د جولائۍ په مياشت کې ترسره شوي هوايي بريد کې د داعش مشر ابوسعيد په کونړ کې خپل مرکز کې وژل شوی ؤ، په افغانستان کې د داعش ډلې دا درېم مشر دی چې د جولايۍ ۲۰۱۶م راهسې وژل کيږي.

د اپرېل په مياشت کې په ننګرهار کې د داعش په پټو ځالو امریکا تر ټولو غټ بم چې ۹۷۹۷ کيلوګرامه وزن يې درلود او د بمونو مور ورته ويلې شوه، غورځولی ؤ.

د خالي يا شنبې په ورځ افغان چارواکو ويلي ؤ په ننګرهار کې امریکايي هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۶ ملکي کسان وژل شوي وو. خو امریکايي چارواکو ويلي وسله وال يې وژلي دي.

افغانستان کې امريکايي هوايي ځواکونو د طالبانو او داعش د موجودګۍ او فعاليتونو سېوا کېدو وروستو عمليات زیات کړي دي.

خو د افغان او امريکايي ځواکونو د ځينو لاس ته راوړنو باوجود داعش په افغانستان کې بريدونه دوامداره ساتلي دي، او د داعش خطره په خپل ځای موجوده ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG