لاس رسیدونکی لینک

ائين او نظام به بدلول وي، نوازشريف


نوازشريف په خپله وېنا کې وويل چې په ۱۴م اګست به خپل راتلونکی پروګرام وړاندې کوي.

د پاکستان سترې محکمې نه نااهله کړي مخکني وزيراعظم نوازشريف ويلي، د پاکستان د تقدير بدلولو دپاره به ائين او قانون بدلول وي.

نوازشريف د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد نه د کاروان سره لاهور ته روان شوی او د شنبې په شپه لاهور کې خپل کور ته رسېدلی دی.

لاهور ته په رسېدو خپلو پلويانو ته په وېنا کې نوازشريف وويل، "مونږ ته به ائين او نظام به بدلول وي، د ۳۰، ۳۰ کالو نه مقدمې نښتي دي ايا فېصلې کيږي؟ تر څو چې اساسي نظام ټيک شوی نه وي نړۍ به د پاکستان نندارې کوي، د ملک د تقدير بدلولو دپاره به مونږ ته نظام بدلول وي ځکه چې دا نظام وائرسو وهلی دی".

هغه وويل،" زه په دې نااهله کړی شوم چې د زویې نه مې تنخوا ولې نه ده اختسې. هغه خلکو ته په مخاطب کولو سره وويل زما د نااهلۍ په علت پوهه يئ؟ تنخوا مې وانخسته نو څه شو، او که اخستی مې وی نو څه به شوی وی"؟

هغه وويل، " پينځه تنو زه نااهله وګرځولم، زما نااهله کوونکي ايا په خپله اهل دي"؟

نوازشريف د اسلام اباد نه لاهور ته په لار کې ځای په ځای وېناګانو کې زياتره هم دغه خبرې کړي کومې چې يې په لاهور کې په وېنا کې وکړې.

هغه وويل او پوښتنه يې وکړه چې د اولس په ووټونو په واک کې راغلي وزيراعظم کور ته د لېږلو تماشه جوړونکو احتساب ولې نه دی پکار؟

هغه په خپلو وېناګانو کې بيا بيا دا پوښتنه هم کړې چې ايا تاسوته د پينځه تنو دغه فېصله قبوله ده؟

د سترې محکمې د پينځه ججانو بنچ چې د پاناما مقدمې اورېدنه يې کوله د مقدمې په فېصله اورولو کې يې نوازشریف د وزيراعظمۍ څخه نااهله کړی دی.

نوازشريف په خپله وېنا کې وويل چې په ۱۴م اګست به خپل راتلونکی پروګرام وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG