لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې به دمحکمې په امر فیس بک وتړل شي؟


facebook

داسلام اباد هائیکورټ امر کړی چې که چري ټولنیزه ویب پاڼه فيس بک دپاکستاني قانون ترمخه دسپکاوۍ ډک مواد نه لري کوي نو بيا دې په ګرد هیواد کې په فيس بک بنديز اولگولي شي،

محکمې دا هم ویلي چي پارليمان باید داسي قانون سازي وکړي چې کوم تن په چا د مذهب دسپکاوي بې ځایه تور لګوي نو هغه ته دې هم سخته سزا ورکولی شي.

دپاکستان حکومت تیره میاشت د فیس بک انتظامیې نه غوښتنه کړې وه چې دفیس بک دفعالینو اکاؤننټونه باید دهغوئ موبائیل نمبرو سره وتړل شي خو د فیس بک انتظامیې دپاکستان دغه غوښتنه رد کړې وه.

دپاکستان حکومت فیس بک نه دغه غوښتنه دهاغو کسانو معلومولو په موخه کړې وه چې په سوشل میډیا د اعتراض وړ مواد خپروي .

په سوشل ميډيا د مذهب دسپکاوي دموادو په هکله دیوې دوسیې دبشپړې پریکړې اورولو په مهال اسلام اباد هائیکورټ ویلي چي پاکستان کښي د مذهب دسپکاوي دقانون دبې ځایه استعمال له امله ددغه قانون د ختمولو غوښتني کيږي خو ددې ختمولو پرځاي به ددې دغلط استمال مخه نيول وي.

د۱۱۶پاڼو په دغه فيصله کښي ويلی شوي دي چې پاکستان کښي خلق د ذاتي دښمنو دپاره دمذهب دسپکاوي قانون کاروي اؤ په چا چې دمذهب دسپکاوي بې ځایه تور لګي نه یوازې دهاغه تن ژوند دګواښ سره مخ کیږي بلکې بلکې ټولې کورنۍ ته هم خطرې پیښیږي.

محکمې زیاته کړې څوک چي په چا د مذهب د سپکاوي بې ځایه تور لګوي هغه دپاره قانون کې ډيره کمه سزا ده يعني شپږ مياشتي بند يا بيا ١٠٠٠ روپې جرمانه.

محکمې پارليمان ته ویلي چې باید داسي قانون سازي وکړي لکه څنګه چې دمذهب د سپکاوي تورونو سره مخ تن ته سخته سزا ورکړی کیږي همدغه راز سخته سزا دې دسپکاوي بې ځایه نورونو لګوونکو دپاره هم وټاکل شي

دمحکمې ددغه پریکړې په هکله دعوامي نيشنل گوند سنیټره ستاره اياز وایي دمذهب دسپکاوي بې ځایه تور لګوونکو په ضد سخت قانون جوړول به یو ګټور عمل وي خو په دغه قانون جوړولو کې باید ددیني عالمانو اؤ دمدني ټولنې د غړو مشورې هم شامل وي.

ډیوه راډیو سره خبرو کې هغې وویل هر قانون چې جوړیږي باید پام پکې دې خبرې ته وګرځول شي چې د خلکو اساسي بشري حقونه پکې خوندي وي.

پاکستان کښي وړانډي هم څو واري د مذهب سپکاوي په قانون کښي د اصلاحاتو غوښتني شوي دي خو موجوده حکومت په ډاگه کړي ده چي په دې قانون کښي به بدلون نه کوي.

پاکستان کښي د مذهب سپکاوي تور ثابيتېدو باندې د مرگ سزا ده اؤ محکمو يو شمير خلقو ته دا سزا اورولي هم ده خو چرته پري عمل نه دی شوی .

البته دتند روه فکر لرونکو لخوا د مذهب دسپکاوي په تور تر دې مهاله پاکستان کې ګڼ شمير خلق وژل شوي دي چي پکي د پنجاب صوبې پخوانی ګورنر سلمان تا ثير هم شامل دی

تیره ورځ هم د سندهـ‌ صوبې په ټنډو ادم خان سیمه کې د مذهب سپکاوي په تور یو داسې تن د تندروه فکر لرونکو کسانو لخوا وژل شوی چې ډاکټرانو هغه ذهني ناروغه ګرځولی ؤ اؤ محکمې یوازې دوه اوونۍ وړاندې دحیدراباد د زندان څخه په ضمانت خوشې کړی ؤ.

څیړونکي وایي چرته چې په پاکستان کې د تندروه فکر لرونکو لخوا په خلکو د مذهب دسپکاوي دبېځایه تورونو کچه ورځ تر ورځه لوړیږي هلته په سوشل میډیا هم دخلکو د رایې د اظهار دائره په ریاستي کچ ورځ تر ورځه راتنګولی شي.

په کال ۲۰۱۳ هم په دغه هیواد کې د ویډیو ګانو ښودلو په یوه ستره ټولنیزه ویب پاڼه یوټیوب حکومت د قابل اعتراض موادو دخپرولو په تور بندیز لګولی ؤ چې دغه بندیز تر کال ۲۰۱۶م پورې پرځایې ؤ.

XS
SM
MD
LG