لاس رسیدونکی لینک

دقبائیلي سیمو خیبرپښتونخوا کې ورګډؤلو دپاره بیا احتجاجونه پیل شوي


داسلام اباد پولیسو دغو محصلینو ته د پارلیمان مخې ته د ورغونډو اجازه ورنکړه اؤ په نیمه لاره کې یې د هغو‌ئ‌ مخه ونیوله

په پاکستان کې دقبائیلي سیمو سره تعلق لرونکو محصلینو نن یو وارې بیا د قبائیلي سیمو په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو، دایف سي ار ختمولو اؤ داصلاحاتو پځایې کولو دپاره په احتجاجونو لاس پورې کړی دی.

دغه قبائیلي محصلین وایي چې حکومت ورسره قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پځایې کولو دپاره کومې ژمنې کړې وې هغه یې نه دي پوره کړي اؤ غواړي قبائیلي اولس ټول عمر دخپلو بنیادي،انساني اؤ جمهوري حقونو څخه محروم وساتي.

دفاټا سټوډنټس فورم په تابیا نن په پلازمینه اسلام اباد اؤ دپښتونخوا په سرښار پیښور کې په قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو پځایې کولو دپاره شوؤ احتجاجي مظاهرو ته وینا کوونکو ویلي چې هغوئ نه دهندوستان ، افغانستان اؤ یا دنورو هیوادونو دښمنان نه بلکې د ولږې ، جهالت ،ناپوهۍ اؤ سیاسي غلامۍ دښمنان دي.

د اسلام اباد څخه د وائس اف امریکه د ډیوه راډیو دخبریال اورنګزیب خان دمخې د جمعې په سحر په ګڼ شمیر قبائیلي طالبعلمان سر ښار اسلام اباد ته ورغونډ شوي وؤ اؤ غوښتل یې چې د اسلام اباد پریس کلب څخه تر ډي‌ چوګ ( چې دپارلیمان مخامخ دی) لاریون وکړي اؤ دغلته پرلتونه مات کړي.

داسلام اباد پولیسو دغو محصلینو ته د پارلیمان مخې ته د ورغونډو اجازه ورنکړه اؤ په نیمه لاره کې یې د هغو‌ئ‌ مخه ونیوله.

په کوم ځایې ( شهید ملت سیکرټریټ ) کې چې دقبائیلي محصلینو مخه ونیول شوه هلته قبائیلي ځوانانو، زده کوونکو اؤ سیاسي فعالینو د خپلو حقونو دپاره کوټلی احتجاج وکړو.

دغه احتجاجي مظاهرې ته دخیبرایجنسۍ څخه د پارلمان غړي شاه جي ګل اپریدي،دفاټا لائرز فورم یو مهم مشر اعجاز مهمند اؤ‌ دعوامي نیشنل پارټۍ وتلي قبائیلي مشر ښاغلي نثار مهمند ویناوې وکړې.

دغو مطآهرینو د پاکستان دحکومت نه ګیله وکړه چې قبائیلي اولس سره یې دهغوئ سیمو کې داصلاحاتو پځایې کولو کومې وعدې کړې وې هغې نه پشا شوي دي اؤ نن د قبائیلي اولس غوښتنې ته هیڅ غوږ نه نیسي.

دغو قبائیلي زده کوونکو اؤ سیاسي فعالینو د فاټا نه د پارلیمان په منتخبو غړو هم سخت ټکونه وکړل اؤ وئ ویل چې ټولو پارلیماني غړو ته یې دغه احتجاج کې دګډون بلنه ورکړې وه خو دشاه جي ګل اپریدي پرته یو د پارلیمان غړی هم دغه احتجاج کې نه دی شریک شوی.

دپښتونخوا په پلازمینه پیښور کې هم د ګورنر هاؤس مخې ته قبائیلي طالبعلمانو اؤ دمدني ټولنې غړو د خپلو غوښتنو په حق کې کوټلی احتجاج کړی اؤ دحکومت نه یې غوښتنه کړې چې باید نور پرته له کوم لم لیټ څخه قبائیلي سیمې پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړي اؤ قبائیلي اولس ته د ایف اسی ار د تور قانون نه خلاصون ورکړي.

ددغو مظاهرینو وینا وه چې د قبائیلي سیمو یو کروړ نه زیاتې ابادۍ دپاره نه خو کوم پوهنتون وجود لري اؤ نه هم میډیکل کالج یا انجنئیرنګ کالج شته.

هغوي وویل ۱۱۷ کاله وړاندې چې په قبائیلو د ایف سي ار کوم تور قانون نافذ کړل شوی ؤ هغې د ی۲۱مې پیړۍ انسانان د خپلو ټولو بشري ، جمهوري اؤ اساسي حقونو څخه محروم ساتي ځکه نو قبائیلي اولس ته نور باید انساني درناوی ورکړل شي اؤ د هیواد نورو سیمو برابر دې راوستل شی.

دپاکستان قبایلي سیمې چې په اووه ایجنسو او شپږو نیمو قبیایلي علاقو (اېف ار)مشتمل دي، دغلته د موجود اېف سي ار قانون لاندې ټولې فېصلې په یواځې سر پولیټیکل ایجنټ کوي،

د دغه سیمې خلکو ته د نور ملک په رنګ اساسي بشري حقونه نشته او اوس د دغه سيمې خلک غوښتنه کوي چې د تور قانون نه دې خلاص کړی شي او په خېبرپښتونخوا صوبه کې دې شامل کړی شي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې دپاکستان د مرکزي کابینې غونډې نه فاټا کې داصلاحاتو له منظوریدو وروستو د وزیراعظم صلاح کار سرتاج عزیز ویلي وؤ چې د پارلمان څخه فاټا کې د اصلاحاتو ددغه قانوني مسودې منظوریدو نه پس به دپینځوؤ کالو موده ددې د عملي نفاذ دپاره په ائین کې ضروري بدلونونه کولی شي.

هغه داهم ویلی وؤ‌ چې ددغو بدلونونو دلارې به قبائیلي سیمې خیبر پښتونخوا کې ورګډولی اؤ د فاټا خلک به ددې جوګه کولی شي چې د کال 2018 م په ټولټاکنو کې صوبایي اسمبلۍ ته خپل منتخب استازي ولیږي.

سرتاج عزیز ژمنه کړې وه چې د فاټا دپاره به شل زره خاصه دار عسکر بهرتي کولی اؤ د پيښور ایالتي محکمه به تر قبائیلي سیمو ورغځولی شي خو دحکومت دغه ژمنې لا سرته رسیدلي‌ نه دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG