لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اقلیتونو دپاره بد هیواد پاکستان کې داقلیتونو ورځ


 پاکستان دهاغو هیوادونو دجملې څخه دی چې پکې اقليتونه دمذهبي ازادیو څخه محروم دي
پاکستان دهاغو هیوادونو دجملې څخه دی چې پکې اقليتونه دمذهبي ازادیو څخه محروم دي

پاکستان کښي نن په سرکاري کچ د اقليتونو ورځ په داسي حال کې نماځل کيږي چي دبشري حقونو ادارو پاکستان داقليتونو دپاره يو خطرناک هېواد بللی دی.

پاکستان کښي هر کال يوولسم اگست د اقليتونو دپاره دځانګړل کړی شوې ورځې په توکه نمانځل کیږي چې مقصد یې ددغه هیواد د پاره د اقليتونو لخوا ورکړی شوؤ قربانیو ته درنښت ورکول وي.

د اقليتونو د ورځې نمانځلو په مهال دپاکستان لاهور ښار کې راجوړه شوې یوه دستوره کې دا غوښتنه هم شوي ده چي دپاکستان دبنسټګر محمد علي جناح ديولسم اگست هاغه تقرير دې دهیواد د اساسي قانون برخه وګرځول شي کوم کې چې هغه ويلي وؤپاکستان کښي به اقليتونو ته بشپړه مذهبي ازادي ترلاسه وي.

پاکستان کښي اکثريت د مسلمانانو دی خو دلته عيسايان، هندوان،،سکهان، پارسي، بدهـ مت اؤ د نورو مذهبونو پیرویان هم ژوند کوي.

د بشري حقونو خپلواکه ادارې کال ٢٠١٤ دپاره خپل راپور کښي پاکستان د اقليتونو د پاره يو خطرناک هېواد ګرځولی ؤ اؤ ويلي یې وؤ چي يوازي په يو کال کښي په دغه هیواد کښي دفرقه ايز تشدد پيښو کښي ٦٨٧ خلق وژل شوي دي.

د مذهبي ازادۍ په حقله امريکایي کميسون هم خپل يو راپور کښي ويلي وو پاکستان دهاغو هیوادونو دجملې څخه دی چې پکې اقليتونه دمذهبي ازادیو څخه محروم دي

په دغه راپور کې ویل شوي وؤ‌ چې پاکستان کښي دمخ په زیاتیدونکي تندلاریتوب له امله حکومت په دې کښي ناکام شوی چې د اقلیتي فرقو وګړي د فرقه ايزه تشدد دپیښو څخه خوندي وساتي.

په دغه راپور کې داهم ویل شوي وؤ چې دپاکستان حکومت تر اوسه هاغو خلکو ته د پام وړ سزاګانې نه دي ورکړي چې په اقلیتونو بریدونه کوي .

پاکستان کښي عیسیانو ته دقانوني مرستو په ورکولو د بوختې يوې غير دولتي ادارې مشر جوزف فراسز وایي پاکستان کښي اکثر دعیسیائي وګړو په ضد د مذهب دسپکاوي بې ځایه تورونه لګول کيږي اؤ دمذهب دسپکاوي کوم قانون چې په هیواد کې موجود دی هغه دعیسیانو په ضد په ناسم ډول کارول کیږي.

پاکستان کښي یوازې عیسائي‌ اقلیت یا لږکي دځان په ضد د توپیري چلند شکایتونه نه کوي بلکې دمیډیا راپورونه ښایي چې په دغه هیواد کې وخت په وخت د احمدي فرقې سره تړاؤ لرونکي خلک هم وژل کیږي اؤ په عبادتخانو یې بریدونه کیږي.

داحمدي فرقې وياند سليم الدين وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي حکومت اؤ قانون پځایې کوونکو ادارو ته پکار دي چې هغه عناصر معلوم کړي چي خلک داحمديانو خلاف راپاروي.

پاکستان کښي په میډیا داسي راپورنه هم مخې ته راغلي چې په دغه هیواد کې دهندو مذهب سره تعلق لرونکې پیغلې جینکۍ له تښتول کیدو وروسته په زوره مسلمانولی شي او دې له وجي يو شمير هندوانو دپاکستان څخه هند ته هجرت کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG