لاس رسیدونکی لینک

دافغان ځواکونو عملیاتو کې ۱۰۳ جنګیالي وژل شوي


نړیواله ټولنه اؤ دافغان حکومت تور لګوي چې وسله والو طالبانو ته د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مرسته ترلاسه ده

افغان چارواکي وایي ددغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ترهګرو په ضد دعملیات لړۍ چټک کړی شوې ده اؤ په تیر یو شواروز کې لږ تر لږه ۱۰۳ جنګیالي وژل شوي اؤ ۴۵ نور ژوبل شوي دي.

افغان ځواکونو د مخالفو وسله والو په ضد دغه عملیات وروستو له هغې پیل کړي چې په دې وروستیو کې طالبانو اؤ دداعش جنګیالو دافغانستان په یو شمیر سیمو قبصې وکړې اؤ ګڼ شمیر افغان عسکر اؤ عام وګړي یې ووژل .

نړیواله ټولنه اؤ دافغان حکومت تور لګوي چې وسله والو طالبانو ته د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مرسته ترلاسه ده اؤ دوئ دافغان حکومت په ضد جګړه دپاکستان په لمسه کوي خو پاکستان ددغو تورونو منلو نه انکار کوي.

دجمعې په ورځ د افغانستان ددفاع وزارت خپل یو بیان کې ویلي چې افغان ځواکونو په تیر یو شواروز کې د هیواد په ۱۳ؤ ولایتونو کې د جنګیالو په ضد چټک عملیات کړي دي .

ددفاع وزارت دعوه کې چې په دغو عملیاتو کې وسله والو جنګیالو ته درانه زیانونه اوښتي دهغوي ١٠٣ جنګیالي وژل شوي اؤ ٤٥ نور ټپيان شوي خو مخالف لوري ددغه دعوې په هکله تر دې مهاله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

دغه عملیات په ننګرهار، کونړ، لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار، بادغیس، فراه، بغلان، فاریاب، کندوز، سرپل، بدخشان او هلمند ولايتونو کې ترسره شوي دي.

ددفاع وزارت زیاتوي چې ٤٦ وسله وال طالبان دپاکستان سره په پوله دپروت ختیز ولایت پکتيا په جاني خېلو او زرمت ولسواليو کې وژل شوي او ١٦ ژوبل شوي دي

یاد وزارت دا دعوه هم کړې ده چې په وژل شوو کې يې ٢٠ تنه بهرني وسله وال دي .

خو نه یې ده په ډاګه کړې چې ددغو وسله والو تعلق د کوم هیواد سره دی؟

په دې وروستیو کې په افغان ځواکونو د طالبانو بریدونو کې زیاته اضافه لیدل شوې اؤ په ځینو ولایتونو کې مهمې ولسوالۍ هم دهغوئ لاس ته لوئیدلي دي.

خو تیره میاشت هلمند ولایت ته دخپل سفر په مهال افغان ولسمشراشرف غني ویلي وؤ چې حکومت به یې پوځ ته هاغه ټولې وسیلې ورکوي چې د ورانکارو مخه پرې نیولی شي.

افغان ولسمشر اؤ نور چارواکي تور لګوي چې طالبان په افغان ځواکونو دغه بریدونه دپاکستان په مرسته کوي اؤ وایي پاکستان اؤ طالبانو دافغانستان په ضد مطلق جنګ پیل کړی دی.

افغان ولسمشر دا هم ویلي چې دهغه حکومت پاکستان ته د سولې لاس ورغځولی خو پاکستان دغه لاس نه دی اخستی اؤ په افغانستان کې یې جګړو دپاره پخپله خاوره جنګیالي ساتلي دي.

واشنګټن اؤ نوی ډیلی هم دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان په دوه مخیزه پالیسو کلکې نیوکې لري اؤ وایي پاکستان چې دترهګرۍ په ضد دجګړې په نوم کومې پیسې د نړۍ څخه اخلي هم په هاغو پيسو ترهګر پالي.

خو پاکستان بیا دځان په ضد دغه تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي په افغانستان کې روانې جګړې ددغه هیواد د کورنیو علتونو له امله روانې دي.

XS
SM
MD
LG