لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوي، ۲۵ ژوبل


د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې عام ځايي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې عام ځايي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

قبايلي سيمه باجوړه ايجنسۍ کې د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې لږ ترلږه دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

د باجوړ د پوليټيکل چارواکو په وېنا دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د ناوګۍ تحصيل په چهارمنګ مټاک علاقه کې رامنځته شوې ده.

دسیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي د ۶۰ؤ نه زیاتو مزدورانو په یو ټرک کې پاکستاني پوځیانو ته افغانستان سره په ګډه پوله د خورولو دپاره ازغن تار وړلو چې لاره کې دغه ټرک په بم والوځول شو.

امنیتي چارواکو دغه پیښه کې دڅلورو مزدورانو د وژل کیدو اؤ ۲۵ؤ د ژوبل کیدو پخلی کړی دی.

د پيښې نه سمدستي‌ وروستو په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پيښې ځایې ته رسیدلي اؤ دغه سیمه یې کلا بند کړې ده.

چاودنه کې د ژوبل کسان د باجوړ خار هسپتال ته رسول شوي چې دغلته هم د څو کسانو حالت مرګونی ښودل شوی اؤ له دې امله د مړو شمیر کې د زیاتوالي اندیښنه ده.

تر اوسه ددغه بمي چاودنې پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې.

دپاکستان پوځ په دې وروستیو کې افغانستان سره په ګډه پوله دازغن تار لګولو اؤ امنیتي پوستو جوړولو کار پیل کړی چې افغان حکومت ددغه عمل مخالفت کړی دی اؤ ګواښ کوي چې په فرصت پیدا کولو سره به دغه پاکستاني پوستې له مینځه وړي.

خو پاکستان دریځ لري چې دا کار افغانستان سره د ګډې پولې دخوندي کولو په غرض کوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG