لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مانسهره کې دهیضې په وباء دوه ماشومان مړه په لسګونو ناروغه


سیمه کې د صحت اسانتیاوې نشته اؤ له دغه امله دهیضې دا وباء ډیره په چټکتیا سره د خوریدو په حال کې ده.
سیمه کې د صحت اسانتیاوې نشته اؤ له دغه امله دهیضې دا وباء ډیره په چټکتیا سره د خوریدو په حال کې ده.

دپښتونخوا د مانسهرې ضلعې د اوګۍ تحصیل په کبل سیمه کې دهیضې د را الوتلې وباء له امله دوه ماشومان مړه شوي اؤ د سیمې خلک وایي چې په لسګونو نور واړه په دغه رنځ داخته کیدو له امله د مرګ د خطر سره مخ دی.

د مانسهرې د صحت د محکمې کوارډینټر یا رابطه کار ښاغلي ډاکټر ناصر شاه د شورو په ورځ وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته منلې چې تر دې مهاله دوؤ ماشومانو د هیضې له امله خپل ژوند دلاسه ورکړی اؤ درې نور روغتون ته وړل شوي دي.

خو داوګۍ سیمې ناظم بابر خان ډیوه راډیو سره خبرو کې وایي چې دهیضې په دغه وباء کې درې نه بلکې په لسګونو ماشومان اغیزمن شوي چې شمیره یې د ۱۰۰څخه اوښتې ده

هغه وایي د سیمې د زیاتو خلکو خیټې خرابې شوي چې زیاتره پکې ماشومان دي اؤ هغوئ دعلاج دپاره د مانسهرې بیلابیلو روغتونونو ته رسؤل شوي دي.

ناظم بابر خان سیمه زیاتوي چې سیمه کې د صحت اسانتیاوې نشته اؤ له دغه امله دهیضې دا وباء ډیره په چټکتیا سره د خوریدو په حال کې ده.

ډیوه راډیو چې کله د مانسهرې د صحت د محکمې چارواکي ډاکټر ناصر شاه نه ددغه وباء دخوریدو علت وپوښتلو نو وئ ویل چې په دغه سیمه کې زیاتره خلک د کوهیانو اؤ‌چینو اوبه دڅښلو دپاره کاروي اؤ دغه اوبه زهرژنې شوې وې نو له دې امله یې خلک ناروغه کړي دي.

ډاکټر ناصر شاه وویل د صحت محکمه خپل خدمتونه سیمه کې په ښه توګه مخ په وړاندې بوځي خو دا دحکومت ، ضلعي چارواکو اؤ ناظمانو مسولیت دی چې دسیمې خلکو دپاره د پاکو اوبو بندوبست وکړي چې هغوئ دغه ککړو اوبو څښلو ته مجبوره نه شي.

هغه وویل د صحت محکمې چارواکي هڅه کوي چې د هیضې دلاسه اغیزمنو خلکو ته نه یوازې د صحت غوره اسانۍ ورکړي بلکې په دې یې هم پوهه کړي چې ددغو زهرژنو اوبو د څښلو څخه ډډه وکړي.

د سیمې کارپوهان وایي چې د مانسهرې په غرئیزه سیمه کې هر کال د پشکال دبارانونو له امله دکوهیانو اؤ چینو اوبه ګنده اؤ‌ زهرژنې شي خو خلک یې بیا هم څښي چې دا د خلکو صحت ته نقصان رسوي.

د سیمې ناظم بابرخان وایي چې په اوګۍ کې د صحت کوم یوازینی مرکز فعاله دی هغه هم د کرایه په یوه کچه کوټه کې دی اؤ یوازې یو کمپوډر یا ټیکنیشن پکې د ناروغانو درملنه کوي.

د سیمې خلک وایي هغوئ ته هغوئ ته تر اوسه دحکومت له لوري د څښلو دپاکو اوبو بندوبست نه دی شوی ځکه نو مجبوره دي چې دکوهیانو اؤ‌چینو دغه سخا یا ککړې اوبه وڅښي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

Recommended

XS
SM
MD
LG