لاس رسیدونکی لینک

د نوازشریف کاروان لاهور ته روان شوی


د نوازشريف سره د اسلام اباد نه تر لاهور پورې په کاروان کې د تګ دپاره د ټولو ملک څخه د مسلم ليګ ن غړي راټول شوي دي.

د پاکستان مخکنی وزيراعظم نوازشريف چې سترې محکمې نااهله کړی د اسلام اباد څخه د کاروان په شکل کې لاهور ته روان شوی دی.

نوازشريف نن د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد کې د پنجاب هاؤس څخه خپل سفر پېل کړی دی. هغه د تګ نه وړاندې د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي او ګوند د نورو غړو سره ليدلي او مشورې يې هم کړي دي.

د نوازشريف سره د اسلام اباد نه تر لاهور پورې په کاروان کې د تګ دپاره د ټولو ملک څخه د مسلم ليګ ن غړي راټول شوي دي.

نوازشريف به د جي ټي روډ د لارې لاهور ته ځي او په لار کې به ځای په ځای د ګوند غړو ته وېناوې هم کوي، د هغه د تګ دپاره لاره کې راتلونکو ښارونو کې د وړاندې نه تيارۍ نيول شوي دي.

ويل کيږي نااهله کړی شوی وزيراعظم پنجاب صوبه کې د کاروان په شکل کې د تګ د لارې خپل سیاسي قوت ښکاره کول غواړي.

راپورنه وايي د کاروان په لار کې راتلونکو روغتونو کې بېړني حالت په ځایې شوي او د امنيت دپاره ټينګ ګامونه پورته کړی شوي دي.

ويل کيږي هغه به د اسلام اباد نه ترلاهور پورې چې هلته یې کور دی په شپږو ورځو کې به په دغه کاروان کې ورسي.

په نوازشريف په کاروان کې تګ باندې د هغه سياسي مخالفين نيوکې کوي.

د پاکستان سترې محکمې تېره میاشت د پاناما اړوند مقدمه کې نوازشريف نااهله کړی او هغه د وزيراعظمۍ نه لاس په سر کړی شوی ؤ.

د هغه د وزيراعظم د څوکۍ پرېښودو وروستو يې د ګوند شاهدخاقان عباسي وزيراعظم جوړ کړی شوی او د نااهله ګرځېدو په صورت کې هغه د ګوند د مشرۍ څخه هم لرې شوی دی.

نوازشريف ویلي د ستري محکمې فېصله يې منلې خو اختلاف ورسره لري.

د نوازشريف د ګوند دريځ دی عدالتي فېصلې ته د بيا کتنې دپاره به خواست کوي او نوازشريف وايي خپله مقدمه اولس ته وړاندې کوي.

نوموړی د کال ۲۰۱۳م په عامو انتخاباتو کې د لاهور نه د قامي اسمبلۍ په ۱۲۰م حلقه بريالی شوی او د نااهلۍ په صورت کې يې دغه څوکۍ هم خوشې شوې او الېکشن کمېشن په دغه حلقه د بيا انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG