لاس رسیدونکی لینک

ايراني ډرون د امریکا جنګي الوتکې ته ۳۰ميټره نزدې ورغلې


د امريکا جېټ الوتکې د ټکر نه بچ کېدو دپاره په بېړني ډول خپله لار بدله کړې ده.

امریکايي پوځ د سه شنبې په ورځ ویلي د ايران ډرون الوتکه د امريکا د سمندري ځواک جېټ الوتکې ته ۳۰ میټره نزدې ورغلې ده، جېټ الوتکه په يو اېس اېس نيمټز بېړه باندې ښکته کېده، دا سمندري بېړه دا وخت د خليج فارس په سفر ده.

امریکايي پوځ په يو بيان کې ويلي (F/A-18E) سپرهارنېټ جېټ الوتکه په بېړه کوزېدونکې وه چې د ايران (QOM-1) ډرون ورته تر د خطرناکه حده نزدې راغلې ده.

د امريکا جېټ الوتکې د ټکر نه بچ کېدو دپاره په بېړني ډول خپله لار بدله کړې ده.

پوځي بيان کې ويل شوي چې د الوتکو وړونکې بېړې نه د رېډيو د لارې څو پېغامونه لېږل شوي چې ډرون دې د دغه ځایه لرې کړی شي.

د امريکا د پوځ يو چارواکي وي او ای ته ويلي ايراني ډرون د درې ساعتو پورې د بېړې نه چاپېره چکرې لګولې، او ډرون بې وسلې وه.

امریکايي چارواکو ويلي د ايراني پوځ لخوا د امريکا د الوتکو پورې نزدې راتګ په غېرپېشه ورانه انداز د ډرون راتګ دا وړومبی ځل نه دی، بلکې روان کال دا ۱۳م پېښه ده.

تېره میاشت په خليج فارس کې یوه ايراني کشتۍ د امريکا سمندري بېړې پورې ۱۴۰ ميټره نزدې راغلې وه او د هغې د لرې پاتې کېدو دپاره د خبرداري ګولې ويشتل شوې وې.

XS
SM
MD
LG