لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وزیراعظمۍ وروستو نوازشریف دګوند له مشرۍ هم لاس وینځي


دټولټاکنو کمیشن واکمن ګوند ته امر کړی چې دخپل ګوند دپاره د نوازشریف پځایې خپل بل نوی مشر وټاکي
دټولټاکنو کمیشن واکمن ګوند ته امر کړی چې دخپل ګوند دپاره د نوازشریف پځایې خپل بل نوی مشر وټاکي

د پاکستان دوزیراعظم د کرسۍ څخه دلاس وینځلو نه وروسته ددغه هیواد پخوانی وزیراعظم نوازشریف اوس دخپل ګوند د مشرۍ څخه هم لرې کیدونکی دی .

دسه شنبې په ورځ دپاکستان د ټولټاکنو کمیشن واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) ته امر کړی چې د سترې محکمې لخوا دنوازشریف نا اهله کولو نه وروسته دخپل ګوند پاره نوی مشر وټاکي.

په ۲۸مه جولایي دپاکستان سترې محکمې نوازشریف د پاناما قضیه کې نااهله ګرځولی اؤ د وزیراعظم د څوکۍ څخه یې کوز کړی ؤ .

په هغه خپلو مخالفو سیاسي ګوندونو تور لګولی ؤ چې د هیواد نه بهر کومې پنګې اؤ جائیدادونه لري ، نه ده معلومه چې دغه پیسې یې له کومې کړي دي؟

د سترې محکمې لخوا د نااهله ګرځول کیدو وروسته نوازشریف د وزیراعظمۍ څوکۍ پریښې اؤ د هغه دګوند یو بل مشر ښاغلی شاهد خاقان عباسي د نوازشریف په صلاح د هیواد نوی وزیراعظم ټاکل شوی دی خو اوس دپاکستان دټولټاکنو کمیشن وایي چې نااهله تن د خپل ګوند د مشرۍ کولو صلاحیت یا جواز هم نه لري.

دټولټاکنو کمیشن واکمن ګوند ته امر کړی چې دخپل ګوند دپاره د نوازشریف پځایې خپل بل نوی مشر وټاکي اؤ کمیشن ته احوال ورکړي.

پاکستان کې دسیاسي ګوندونو د فعالیتونو دپاره باقاعده یو قانون موجود دی چې ورته د سیاسي ګوندونو ۲۰۰۲م امر ویل کیږي اؤ ددغه امر لاندې یو نااهله تن د کوم ګوند د مشرۍ کولو وړ نه وي.

همدغه راز د واکمن مسلم لیګ (ن) ګوند په ائین کې هم داخبره شامل ده چې د ګوند دمشر یا صدر څوکۍ د یوې اوونۍ څخه د زیات وخت دپاره خالي نه شي‌ پریښودل کیدلی.

دپاکستان دټولټاکنو کمیشن واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) ته دنوازشریف دخپلې مشرۍ نه دلرې کولو دغه امر په داسې حال کې کړی چې ټاکل شوې ښاغلی شریف سبا( چهارشنبه) دپلازمینې اسلام اباد څخه د پنجاب ایالت سرښار لاهور ته ځي.

لاهور چې د نوازشریف پلرني ښار دی اؤ په پنجاب کې هم دهغه ګوند واکمني لري ، مسلم لیګ (ن) پلان جوړ کړی چې لاهور ته د سړک دلارې د نوازشریف په ستنیدو به مخالفو سیاسي ګوندونو ته خپل سیاسي طاقت ښایي.

دګوند دمشرۍ نه دنوازشریف د لرې کولو په هکله د ټولټاکنو دکمیشن پریکړه باندې ددغه کمېشن پخوانې لوړ پورې چارواکي اؤ سیاسي څیړونکي کنور دلشاد دخپل نظر څرګندؤلو په مهال ویلي دغه پریکړه د ملکي قانون مطابق ده خو دې سره به د نوازشریف ګوند ته ډیر زیان ورسي .

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي کنور دلشاد ویلي چې دنوازشریف د ګوند د مشرۍ نه لرې کیدلو سره به دهغه د ګوند پلویانو کې هم مایوسي خوره شي اؤ دغه ګوند ته به په چټک انداز سیاسي سفر کولو کې ستونزې رامخې ته شي،

که څه هم نواز شرېف د سترې محکمې د فېصلې سمدستې وروسته خپله دوزیراعظمۍ څوکۍ پريښودي وه خو اوس نواز شرېف اؤ دهغه ګوند تور لګوې چې د هغه د لرې کولو پریکړه دهاغو قوتونو په اشاره شوې ده چا چې تل پاکستان کښې د اولس منتخب مشران نه دي زغملي.

څیړونکي وایي چې د نوازشریف دغه اشاره د هیواد طآقتور پوځ لوري ته ده چې له دې وړاندې یې هم په ۱۲م اکتوبر کال ۱۹۹۹ کې د نوازشریف په جمهوري حکومت کودتا کړې وه اؤ د هغه وخت پوځي سرلښکر جنرال پرویز مشرف ځان دهیواد د چیف ایګزیکټیو په توګه اعلان کړی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG