لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ائي وايي پارلماني تحقيقاتي کميټي نه منو


د پي ټي ائي مشر عمران خان چې د ګلالۍ تورونه يې رد کړي اول يې د کمېټۍ جوړېدو هر کلی کړی ؤ.
د پي ټي ائي مشر عمران خان چې د ګلالۍ تورونه يې رد کړي اول يې د کمېټۍ جوړېدو هر کلی کړی ؤ.

پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې هغه پارليماني کمیټي رد کړې کومه چې د عائشه ګلالۍ وزير په عمران خان د تورونو د پلټنو دپاره جوړه کړی شوې وه.

د پي ټي ائي شيري مزاري د قامي اسمبلۍ سپيکر ايازصادق په ته استولي خط کې ويلي په کمېټۍ کې د هغې په وېنا د پي ټي ائي سياسي مخالفين شامل دي ځکه دويې ترې د انصاف تمه نه لري.

هغې ويلي ګوند يې د عائشه ګلالۍ د تورونو دپاره بې طرفه پلټنې غواړي، او وړانديز یې کړی د برطانيې د پارليمان په ډول دې ازاد پارلماني کمشنر جوړ کړی شي چې د ټولو خبرو اختيار لري.

ګلالۍ چې د پي ټي ائي نه اوس اوړېدلې د دغه ګوند دقامي اسمبلۍ غړې وه، د ګوند په مشر عمران خان يې تور لګولی چې هغې ته يې په موبايل ټیليفون نامناسبه پېغامونه لېږلي دي.

ګلالۍ ويلي په دغه ګوند کښې ښځو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي.

د قامی اسمبلۍ اسپيکر تېره اوونۍ د يو قرارداد وړاندې کېدو وروستو د اېوان نه د اخلاقياتي کمېټۍ په نوم د لس کسيزه کمېټۍ منظوري ورکړې وه.

په کمېټۍ کې د حکومت په واک کې ګوندونو د شپږو او اپوزيشن ګوندونو د څلورو غړو شاملولو ويل شوي وو.

د پي ټي ائي مشر عمران خان چې د ګلالۍ تورونه يې رد کړي اول يې د کمېټۍ جوړېدو هر کلی کړی ؤ.

ګلالۍ وايي د تورونو ثبوتونه ورسره دي، او هغې ويلي د پي ټي ائي نه ورته ګواښونه کيږي ځکه هغه د کورنۍ سره د پېښور نه اسلام اباد ته منتقل شوې ده.

پي ټي ائي د ګلالۍ نه د اسمبلۍ د غړيتوب پرېښودو غوښتنه کوي او ګلالۍ وايي دا ورسره د اولس امانت دی او په پارلمان کې به خپل اواز پورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG