لاس رسیدونکی لینک

ټیلرسن:صدرټرمپ دافغان تګلارې په اړه مهمې پوښتنې کوي


ټیلرسن زیاته کړې  چې د جګړې نه پرته دافغان ستونزې هواري دپاره نورې لارې چارې هم شته

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ټیلرسن ویلي چې د افغانستان او سيمې په اړه دامریکا نوې تګلاره به د سياسي او امنيتي حالاتو تر بشپړې ارزونې وروسته اعلان شي.

د امریکایي صدر ټرمپ د حکومت شپږ میاشتې تیرې شوې، خو لا هم د افغانستان د پاره یې تګلاره تګلاره نه ده اعلان کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ نه غواړي چې په افغانستان کې پخوانی وضعیت دوام وکړي او د افغانستان لپاره د تګلارې د ټاکلو لپاره د خپلو سلاکارانو نه جدي پوښتنې کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په یو بیان کې ویل شوي چې رېکس ټېلرسن اسيا ته په خپل سفر کې خبريالانو ته ويلي چې د افغانستان په اړه د تګلارې جوړوونکې ډله د ټولې سيمې په اړه فکر کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي”مونږ پر څو موضوعاتو فکر کوو، په دې اړه تر اوسه د ملي امنيت شورا په دریوؤ غونډو کې خبرې هم شوې دي”

ټېلرسن ويلي ولسمشر ټرمپ افغانستان دپاره دنوي تګلارې جوړؤلو لړ کې ځینې مهمې پوښتنې کړې چې دغسې پوښتنې تر دې وړاندې نورو امریکایي مشرانو نه وې کړې .

ښاغلي ټیلرسن زیاته کړې چې د جګړې نه پرته دافغان ستونزې هواري دپاره نورې لارې چارې هم شته دي او زیاته یې کړه چې دا به سمه خبره نه وي چې وویل شي " جګړه په دې خاطر کوو چې بله لار نشته"

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ لارښوونه کړې چې په افغانستان کې د جګړې پرته دې نورې لارې چارې ولټول شي.

ښاغلي ټیلرسن ویلي ولسمشر ټرمپ چې د افغانستان او سيمې د تګلارې په اړه کومې پوښتنې کړې، موږ غواړو چې بشپړ او ښه ځوابونه يې ولرو چې د افغانستان او پاکستان راتلونکى بايد څه ډول وي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې دوه ورځې مخکې او د امريکا د استخباراتي ادارې (سي اى ای) مشر تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی ؤ او له افغان مشرانو سره يې افغانستان دپاره په جوړیدونکې تګلارې تفصيلي خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG