لاس رسیدونکی لینک

د امريکا د بهرنو چارو د وزارت پلاوي او سي ائي ای مشر د افغانستان سفر کړی


د سي ائي ای مشر د صدر اشرف غني او هغه سره په ليدنه کې يې د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه خبرې کړي دي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ويلي د امريکا د استخباراتي ادارې سي ائي ای مشر مايک پمپو په تېرو ورځو کې د افغانستان سفر کړی دی.

نوموړي دا څرګندونه د دوشنې په ورځ د وزيرانو شورا سره په خبرو کې کړې ده.

د عبدالله په وېنا د سي ائي ای مشر د صدر اشرف غني او هغه سره په ليدنه کې يې د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه خبرې کړي دي.

عبدالله وویل "د امریکا د استخباراتو سي‌ ائي ای مشر افغانستان ته سفر درلود، له ولسمشر او له موږ سره یې ملاقاتونه درلودل. له افغانستان سره د همکاریو د دوام په برخه کې د امریکا د ژمنو، کوم ګواښونه چې شته دي او د حل لارو چارو په اړه یې په مختلفو برخو کې بحثونه وشول".

خو نوموړي دا ونه ويل چې د سي ائي ای مشر کله افغانستان ته راغلی ؤ.

عبدالله دا هم وویل، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو پلاوي هم په تیرو ورځو کې کابل ته سفر کړی او د افغان حکومت له مشرانو سره یې خبرې کړي دي.

ښاغلي عبدالله وویل، دغه پلاوي له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژمنو د عملي کولو پر بحثونه کړي دي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یو بیان کې ویلي، چې د مرکزي او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ سرپرستې الس ویلز، افغانستان په خپل سفر کې د دغه هیواد د ولسمشر محمداشرف غني په ګډون د ملي یووالي د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې کړې دي.

په بیان کې راغلي، چې ویلز دغه ډول د نړیوالو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت له مشر جنرال جان نیکلسون او د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي آستازي تدامیچي یاماموتو سره هم لیدلي دي.

په عېن حال کې د امریکې د ملي امنيت سلاکار جنرل مک ماسټر ویلي صدر ډنلډ ټرمپ غواړي چې پاکستان دې د وسله والو د ملاتړ په اړه خپله د تضاد نه ډکه تګ لاره بدله کړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې ترمخه، مک ماسټر دغه خبره یو ریډیو سره په مرکه کې کړې ده.

امریکايي او افغان مامورین د ډیر وخت راهسې وايي چې پاکستان د افغان طالبانو او په خصوصي د حقاني ډلې ملاتړ کوي او وسله وال هم د هلته نه په افغانستان کې د حملو مشري او منصوبه سازي کوي. پاکستان وسله والو د ملاتړ کولو دا خبرې ردوي.

ډان ورځپاڼه ويلي دا وړمبی ځل دی چې وسله والو سره د پاکستان د ملاتړ خبره د صدر ډانلډ ټرمپ له قوله رپورټ شوې ده.

جنرل مک ماسټر ويلي "صدر (ډانلډ ټرمپ) دا خبره واضحه کړې ده چې مونږ په سیمه کې د موجودو (هېوادونو) په رویه کې بدلون لیدل غواړو چې پکې هغه (هیوادونه) هم شامل دي طالبانو، حقاني ډلې او نورو (تنظیمونو) ته پناه ځایونه او مرکزونه ورکوي".

XS
SM
MD
LG