لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې د انټرنېټ سروس بيرته په ځای کیږي


د سعودي عرب جدې ښار سره نزدې په سمندر کې دننه د انټرنېټ تار (کېبل) کې تکنيکي ستونزه راپېښه شوې وه.

د پاکستان ټيلي کميونېکېشن اتهارټۍ( پي ټي سي اېل) چارواکو ويلي د انټرنېټ سروس بیرته خپل ځای ته راتلل پېل شوي او پوره په ځای کېدو کې به يې لږ نور وخت ولګي.

پاکستان کې د خالي د ورځې راهسې د انټرنېټ ستونزه راپېښه شوې وه، او د پاکستان ټيلي کميونېکېشن اتهارټۍ( پي ټي سي اېل) چارواکو ويلي چې په انټرنېټ کې د راپېښې په تکنيکي ستونزه هوارولو کار روان دی.

خواؤ شاه ۳۸ ساعته وروستو په ملک کې د انټرنېټ ستونزه په ځای د کومې د نشتوالي له سببه چې نه يواځې عامو خلکو ته مسله راپېښه وه بلکې په هوايي اډو ترې د مسافرو د الوتکو پروازونه هم اغېزمن شوي وو.

نن د اتوار په ورځ په ملک کې د انټرنېټ سروس ورکوونکې ادارې پي ټي سي اېل جنرل منېجر جنجوعه ويلی ؤ د خالي په ورځ د سعودي عرب جدې ښار سره نزدې په سمندر کې دننه د انټرنېټ تار (کېبل) کې تکنيکي ستونزه راپېښه شوې ځکه په پاکستان کې انټرنېټ سم کار نه کوي.

هغه ویلی ؤ چې د جدې سره نزدې چې په ائي اېم اي وي کېبل کې کومه مسله راغلې وه هغه ځای معلوم کړی او کار پرې روان دی. نوموړي نن غارمه هيله څرګنده کړې چې څو ساعتو کې به د ستونزې حل کېدو کې پرمختګ وشي.

جنجوعه ويلي ؤ چې پي ټي سي اېل چې د پرون راهسې پاکستان کې د انټرنېټ کوم سروس ورکول کيږي، پاکستان د څلورو نړيوالو کنسورشيم سب ميرين سره ملګری دی نو د نورو لارو پاکستان ته انټرنېټ ورکولی شي.

هغه زياته کړې وه وخت نه ټاکي چې په څومره وخت کې به د انټرنېټ ستونزه هواره شي خو کار پرې روان دی.

د جنجوعه په وېنا پاکستان کې د جولايۍ د میاشتې راهسې د انټرنېټ ستونزه موجوده وه، ځکه چې د کراچۍ نه نزدې ۲۰ کلوميټره لرې په انټرنيشنل سب مېرين کې تکنيکي ستونزه راپېښه شوې او هغه هم تراوسه پورې پوره نه په ځای کړی شوې.

د شمېرو ترمخه د پاکستان په ابادۍ کې نزدې ۷۲ فيصده خلک موبايل ټيليفون کاروي، او ۳۵ ملينه خلک چې د ابادۍ ۱۸ فيصده جوړيږي د انټرنېټ استعمالوؤنکي دي او په دويې کې ۲۸ملينه د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو موجود دي.

XS
SM
MD
LG