لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په شمالي کوريا نوي بندېزونه لګولي


صدر ټرمپ په شمالي کوريا د بندېزونو په لګولو کې د چين او روس د ملاتړ ستاينه کړې ده.
صدر ټرمپ په شمالي کوريا د بندېزونو په لګولو کې د چين او روس د ملاتړ ستاينه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د شنبې په ورځ په ګډه د شمالي کوريا په ضد نوي بندېزونه لګولي دي، دې سره د شمالي کوريا د کال په سر يو اربه ډالره امدن کم شي.

د نوؤ بندېزونو لګولو قرارداد امريکا وړاندې کړی دی.

په شمالي کوريا نوي بندېزونه د جولايۍ په درېمه او ۲۸م نېټه د بېن البراعظمي بېلسټک میزايلو د تجربو وروستو لګول شوي دي. د دغو ميزايلو امریکا ته رسېدو ادعا شوې وه.

تازه بندېزونه به د پيانګ يانګ د کال د درې اربه ډالرو امدن اغېزمند کړي. شمالي کوريا د سکرو، اوسپنې، سيکې د کاڼي او سمندري توکي بهر ليږي او امدن ترې ترلاسه کوي.

صدر ټرمپ په شمالي کوريا د بندېزونو په لګولو کې د چين او روس د ملاتړ ستاينه کړې ده.

سپينې ماڼۍ په يو بيان کې ويلي چې صدر ټرمپ به د خپلو اتحادي ملګرو سره په شمالي کوريا د سفارتي او اقتصادي لارې فشار سېوا کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نيکي هېلي ويلي امریکا به داسې ګامونه پورته کوي د شمالي کوريا د مخ په زياتېدونکې خطرې څخه ځان او خپل اتحاديان خوندي کړي.

د مارچ او نومبر په مياشت کې د وړاندې کړی شوؤ قراردادونو په ترڅ کې امنيتي شورا د شمالي کوريا د سکرو په بهر لېږلو بندېز لګولی کوم چې د دغه هېواد بهر لېږونکی يواځينې توکی دی.

د شورا يو سفارتکار وي او ای ته ويلي د اوسني قرارداد سره به د سکرو لېږل او اخستل ټول بند شي.

او په دغسې کېدو به د شمالي کوریا د کال په سرد بهر نه ترلاسه کېدونکي امدن کې ۴۰۰ملينه ډالره کم شي.

په تازه قرارداد کې ملکونو ته ويل شوي چې د شمالي کوريا نه نور کارکوونکي نه پرېږدي.

قرارداد به د وړاندې نه لګېدلي بنديزونه نور هم سخت کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG