لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې دافغانستان اؤ پاکستان پوځي چارواکو لیدنه کړې


دافغانستان اؤ پاکستان دپاره دامریکا دنوې تګلارې مخې ته له راتلو وړاندې د دواړو هیوادونو پوځي چارواکو خپلو کې تماسونه پیل کړي اؤ وایي د سیمې نه دترهګرۍ نوغي ویستلو دپاره به په ګډه مبارزه کوي.

په دغه لړ کې دجمعې په ورځ د افغانستان یو لوړپوړي اووه کسیز پوځي هیئیت دجنرال محمدزمان وزیري په مشرۍ دپيښور سفر کړی اؤ دلته یې دپاکستان د پوځي چارواکو سره په مهمو موضوعاتو خبرې کړي دي.

خو څیړونکي وایي چې ترڅو دواړو هیوادونو په ریښتونې توګه دیوبل د باور پځایې کولو دپاره عملي ګامونه نه وي اخستي دغسې رابطې سودمندې نه شي ثابتیدلی.

دپاکستان پوځ پخپل یو لنډ بیان کې ویلي چې ددواړو هیوادونو دپوځي مشرانو دغه لیدنه دپیښور په پوځي مرکز کې شوې چې پکې ددواړو هیوادونو دپوځي عملیاتو مشرانو،دپيښور کورکمانډر اؤ دپښتونخوا دملیشه ځواکونو مشر هم ګډون لرلو.

دپوځ بیان کې ویل شوي چې لیدنه کې پوځي مشران په دې خبره صلاح شوي چې سیمه کې دامن پځایې کولو اؤ دترهګرۍ د نوغي ویستو دپاره به خپلو کې یوبل سره کوټلې همکاري کوي.

خو په دغه پوځي بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې په یو،بل دبې باورۍ ختمولو دپاره به په راتلونکي کې دواړه هیوادونه څه ګامونه واخلي؟

دا مهال دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ اړیکې زیاتې تاوژنې دي اؤ افغانستان په پاکستان تور لګوي چې دغه هیواد افغانستان کې جګړو ته ددوام ورکولو دپاره پخپله خاوره جنګیالي ساتلي دي خو پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي.

دسیمې په حالاتو ژور نظر لرونکی څیړنګار پروفیسر اعجازخټک وایي پيښور ته دافغان پوځي چارواکو داوسني سفر د ارزښت څخه که هرڅو انکار نه شي کیدلی خو دغه سفر پسې زیاتې هیلې هم نه دي تړل پکار.

وائس اف امریکا ډیوه راډیو سره خبرو کې پروفیسر اعجاز خټک وویل د دواړو هیوادونو دپوځي اؤ حکومتي مشرانو ترمینځ دخبرو دغه لړۍ د ډیر وخت راهسې روانه ده اؤ وخت په وخت دواړه خواوې خپلو کې کښیني خو اوس دخبرو نه زیاته اړتیا عملي ګامونو اخستو ته لیدل کیږي.

هغه زیاته کړه چې دامهال نړیواله ټولنه اؤ افغانستان په پاکستان د طالبانو اؤ حقاني شبکې د مرستې تورونه لګوي اؤ که پاکستان غواړي چې دافغانستان باور ترلاسه کړي نو په عمل کې به ورته ددغو تورونو نه ځان سپینؤل اؤ په ریښتونې بڼه ګامونه اخستل وي.

اعجاز خټک وویل ترڅو چې دواړه هیوادونه په یو بل باور کولو ته تیار شوي اؤ د تورونو لګولو نه تیر شوي نه وي دغسې خبرو نه ترهغې دمثبتو ګټو لاسته راوړل ګران دي.

د پاکستان دپوځ یو پخواني لوړ پوړي افسر اؤ ددفاعي چارو څیړونکي بریګیډئر(ر) سیدنزید ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي سیمې دپاره دامریکا نوې تګلاره دتیاریدو په حال کې ده خو ددغه تګلارې مخې ته دراتلو نه وړاندې ددواړو هیوادونو پوځي اؤ حکومتي مشرانو یو بل سره لیدنې اؤ مشورې هم پیل کړي دي.

هغه وویل کابل اؤ اسلام اباد چې دیو بل نه کومې غوښتنې لري که دواړه هیوادونه هڅه وکړي نو دغه غوښتنې پوره کولی اؤ دیوبل تحفظات ختمولی شي.

خو هغه وویل چې دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ دباور پځایې کولو عمل کې دناټو اؤ امریکې مرستې ته هم زیاته اړتیا ده.

بریګیډیر سید نزیز زیاته کړه چې که امریکا سیمې دپاره خپله نوې تګلاره کې داخبره باورکړي چې دواړه هیوادونه به خپلې معاملې دسفارتي لارې هواروي اؤ ورانکارو ته به د اړیکو خرابولو موقعه نه ورکوي نو بیا دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د اړیکو ښه کیدو په وړاندې هیڅ خنډان نه لیدل کیږي.

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG