لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:جنګیالي افغانان ویشل غواړي


داعش د افغان امنيتي ځواکونو له لوري له درنې مرګ ژوبلې وروسته اوس د دبدل اخستو دپاره ښځې، ماشومان او نمونځ ګزار په نخښه کوي.
داعش د افغان امنيتي ځواکونو له لوري له درنې مرګ ژوبلې وروسته اوس د دبدل اخستو دپاره ښځې، ماشومان او نمونځ ګزار په نخښه کوي.

دافغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني پخپل اولس غږ کړی چې وسله وال مخالفین غواړي په مقدسو ځایونو د بریدونو له لارې افغانانو کې مذهبي ویش رامینځته کړي خو اولس باید ددغو بریدونو په وړاندې ځان پیاوړی وساتي.

هغه دغه خبرې د روانې اوونۍ په پیل کې هرات ولایت کې دیو جومات دننه شوي ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل شوؤ کسانو د کورنیو دغړو سره په لیدنه کې کړي دي.

دغه برید چې دبکراباد په سیمه کې دشیعه مسلمانانو په جوادیه نومې یو جومات د سه شنبې په ماښام شوی ؤ پکې تر ۳۰ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ ۴۰ ژوبل شوي وؤ.

ولسمشر اشرف غني وویل داعش د افغان امنيتي ځواکونو له لوري له درنې مرګ ژوبلې وروسته اوس د دبدل اخستو دپاره ښځې، ماشومان او نمونځ ګزار په نخښه کوي.

اولسمشر وویل” که چېرته وسله وال مخالفين له دولتي ځواکونو ولسوالي نيسي، بېرته ترې نيول کېږي، خو پر جوماتونو د بريد مخنيوى د خلکو همکاري غواړي”

ولسمشر وويل ٤٠ کاله کېږي چې افغانان دجنګونو، بدامنۍ اؤ ناورین سره مخ دي اؤ اوس نوره دې ته اړتیا لیدل کې چې باید ددغو بدو ورځو نه وتلو ته ملا وتړو.

ښاغلي غني هرات ته دخپل سفر په مهال د پيښې دقربانیانو وارثانو ته ډاډ ورکړو چې د هرات له خلکو سره د همکارۍ په موخه ځانګړې کمېټه جوړېږي، څو د ولايت امنيتي وضعيت وڅېړي.

د ولسمشر وياند شاه حسين مرتضوي ددغه لیدنې دجذئیاتو بیانولو په وخت په يوه خبري ناسته کې خبریالانو ته ویلي چې ترهګرې ډلې په ځانګړي ډول داعش په مقدسو ځايونو په بريدونو کولو سره هڅه کوي چې مذهبي شخړو ته لمن ووهي، خو خلک بايد تېر نه وځي.

په دې وروستیو کې دداعش اؤ طالبانو له لوري افغانستان کې په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ په دغو بریدونو کې په سوؤنو خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دا مهال دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې ځینې مهمې اولسوالۍ د داعش اؤ طالبانو د واک لاندې دي اؤ افغان ځواکونه هسې کوي دغه ولسوالۍ بیرته دجنګیالیو د واک نه ازادي کړي خو هغوئ دا ګیله هم لري چې مخالفینو سره د جګړې دپاره کوټلي وسائل په لاس کې نه لري.

دهرات دسفر په مهال اولسمشر اشرف غني د افغان امنيتي ځواکونو چوکاټ کې د ځينو ستونزو پخلى وکړو اؤ وئ ویل چې حکومت پر څلور کلن امنيتي پلان کار کوي، له دې پلان وروسته به د افغانستان ٨٠ سلنه جغرافيه امن وي.

هغه زياته کړه چې په ٢٠١٨ کال کې به د افغانستان هوايي ځواک هم سمبال شي، دا کولى شي چې د امنيتي ځواکونو مورال د وسله والو مخالفينو پر وړاندې لوړ کړي.

افغان اولسمشر دعوه کوي چې دامهال په افغانستان کې دداعش اؤ طالبانو په ګډون ۲۲ جنګیالۍ ډلې فعاله دي اؤ افغان ځواکونه ددغو جنګیالو سره په مړانه جنګ کوي.

خو د امریکا ددفاع وزارت یا پینټاګان هم داسې اشارې ورکړي دي چې د اړتیا په لیدل کیدو به د څلورو نه نیولې تر شپږو زرو پورې نور امریکایي پوځیان افغانستان ته ولیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG