لاس رسیدونکی لینک

امريکا په رسمي ډول د پېرس د تړون څخه ووځي


د امریکې د بهرنو چارو محکمې د جمعې په ورځ ويلي د تړون څخه د وتلو په مهال به د چاپيريال د بدلون په اړه نړيوالو خبرو کې برخه اخلي.

امريکې په رسمي ډول ملګري ملتونه خبر کړي چې د ماحولياتي (اقليم) د بدلون د تړون څخه ووځي. خو دا يې هم ويلي که د تړون شرطونه ښه کړی شي بيا ورسره شاملدی شي.

د امریکې د بهرنو چارو محکمې د جمعې په ورځ ويلي د تړون څخه د وتلو په مهال به د چاپيريال د بدلون په اړه نړيوالو خبرو کې برخه اخلي.

د بيان ترمخه په خبرو کې برخه اخستل د امریکا ګټو ته تحفظ ورکول او د انتظاميې د راتلونکې پاليسۍ دپاره لارې پرانستې ساتل يقيني کول دي.

دغه ډول امریکا د چاپيريال د پاليسۍ ترمخه د ناکاره ګېسونو د خارجولو د کموت ملاتړ کوي خو د دې سره سره د توانائۍ خوندي ساتل يقيني جوړول او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول غواړي.

خارجه محکمې ويلي چې صدر ټرمپ د پېرس تړون باندې بیا خبرو کولو ته اماده ؤ، که امريکا ته يې شرطونه په ګوته کړی شوی کوم چې د امریکا د زياتې ګټې، کاروبار، کارکوونکو، اولس او ټېکس ورکوونکو په ګټه ؤ.

ټرمپ د جون په مياشت کې د دغه تړون څخه جدا کېدو د فېصلې په وخت ويلي ؤ چې دا تړون د امریکا د او لس دپاره په انصاف نه دی ولاړ.

هغه ويلي ؤ د دې تړون څخه امریکا ته په اربونو ډالره تاوان اوړي او د دې سره سره د توانائۍ په لړ کې د امریکې کاروبار او روزګار اغېزمن کېدو خطره ده.

XS
SM
MD
LG