لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي تیرو لسو کالو کې په ترهګرۍ پېښو کې ۱۲۵۶ پوليس وژل شوي


نن د اګست څلورمه په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوو پوليس سرتېرو د (شهيدانو ورځ) په نوم نمانځل کيږي.
نن د اګست څلورمه په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوو پوليس سرتېرو د (شهيدانو ورځ) په نوم نمانځل کيږي.

د خېبرپښتونخوا د پوليس شمېرې ترمخه په صوبه کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افسرانو په ګډون ۱۲۵۶ پوليس سرتيري وژل شوي دي.

نن د اګست څلورمه په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوو پوليس سرتېرو د (شهيدانو ورځ) په نوم نمانځل کيږي.

د مردان ضلعې د پوليس مشر ډي ايي جي محمدعالم شينواري وايي،

"د پوليس شهيدانو د ورځې نمانځلو مقصد د شهيد شوؤ پوليس قربانۍ ستايل او د دې سره ترهګرو ته دا پېغام ورکول که تاسو د هره حده لاړ شئ پوليس ستاسو په وړاندې ولاړ دي پولیس به د ملک او اولس د خوندي ساتلو دپاره خپله وينه قربانوي".

د پوليس د ورځې په موقع د صوبې حکومت د وژل شوي پوليس سپاهي دپاره د معاوضې سېوا اکولو اعلان هم کړی او اوس د وژل کېدونکي سپاهي کورنۍ ته د ۵۰ لاکو په ځای يو کروړ روپۍ معاوضه ورکړی کيږي.

دغه رنګ د وژل شوي پوليس کورنۍ ته د هغه تنخوا هم ورکړی کيږي.

په ترهګرۍ کې د وژل شوي يو پوليس سپاهي زاهدالماس درانی مور په ژړه غوني غږ کې ډيوه ريډيو ته وايي په زوي پسې خفه ده خو حکومت د دويې خيال کوي.

هغه وايي "حکومت يې زوی او کورنۍ نه دي هېر کړي او هغې ته د زوي په بهادرۍ هر څه مېلاؤ شو".

په خېبرپښتونخوا کې د تېرې اوونۍ راهسې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شوؤ پوليس په ياد کې خپله د پوليس او مدني ټولنې غړي د درناوي غونډې راجوړي، او وژل شوؤ پوليسو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي.

د عوامي نیشنل ګوند میاافتخار حسېن وايي پوليس د اولس دپاره د ځانونو قربانۍ ورکړي بايد هغه ياد وساتل شي، "پولیس د دې قوم دپاره قربانۍ ورکړي او هغويې په دې ورځ پوليس ته سلام کوي".

د پوليس شمېرې ترمخه په صوبه کې په وژل شوؤ افسرانو کې يو د ډي آيي جي عهدې، ۲۴ د اېس پي، ۱۴ د ډي اېس پي، ۲۱ د انسپکټر، ۸۷ د سب انسپکټر، ۸۰ د اسټنټ سب انسپکټر، ۱۰۸ حوالداران او ۸۳۵ سپاهيان وژل شوي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومت درې کاله وړاندې ۴م اګست د پوليس شهيدانو د ورځې په نوم نمانځل پېل کړي وو. خو اوس د هېواد په نورو برخو کې هم د پولیس دغه ورځ نمانځل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG