لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان نوې مرکزي کابينې سوګند پورته کړو


د اوبو او بجلۍ پخوانی وزير خواصف خارجه وزير جوړ کړی شو، له دې وړاندې په حکومت کې مستقل خارج وزير نه ؤ.
د اوبو او بجلۍ پخوانی وزير خواصف خارجه وزير جوړ کړی شو، له دې وړاندې په حکومت کې مستقل خارج وزير نه ؤ.

د پاکستان ۴۷ کسيزه نوې مرکزي کابینې سوګند پورته کړو، د سوګند پورته کولو دستوره اېوان صدر کې ترسره شوه او صدر ممنون حسېن د نوې کابينې څخه سوګند پورته کړو.

په نوې کابينه کې ۲۸ وزيران او ۱۹ د مملکت وزیران جوړ کړی شوی دي، په نوې کابينه کې زيات مخکني وزيران شامل کړی شوي دي.

د اوبو او بجلۍ پخوانی وزير خواصف خارجه وزير جوړ کړی شوی، د مخکني وزيراعظم نواز شریف چې سترې محکمې نااهل کړی په کابينه کې يې خارجه وزير نه ؤ.

د نوازشريف د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزيز ؤ. د سرتاج عزيز په مشرۍ د قبايلي سیمو (فاټا) د اصلاحاتو دپاره کميټي جوړه کړی شوې وه.

د ښاغلي عزیز په مشرۍ کمیټۍ د فاټا د اصلاحاتو په اړوند سفارشات جو ړکړي چې پکې ويل شوي ؤ د قبايلي سيمې زياتره خلک په خېبر پښتونخوا صوبه کې شاملېدل غواړي.

د قبايلي سيمو اصلاحاتو جوړېدواو په هغې د بحثونو وروستو تراوسه په هغې عمل نه دی شوی.

په نوې کابينه کې احسن اقبال د کورنو وزير او خرم دستګير د دفاع وزير جوړ کړی شوی دی.

په مخکنۍ کابينه کې چوهدري نثار د کورنو چارو وزير ؤ.

اسحاق ډار ته د خزانې او سعدرفيق ته د رېلوی وزارت ورکړی شوی د دويې دواړو سره وړاندې هم دا وزارتونه وو.

د نوازشريف د نااهله ګرځولو څلور ورځې وروستو شاهدخاقان عباسي د نوي وزيراعظم سوګند پورته کړی او د سه شنبې د ورځې راهسې د نوې کابينې دپاره خبرې روانې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG