لاس رسیدونکی لینک

څيړونکي وايي طالبان ښځې د جګړې ليکو ته ورګډول غواړي


طالبان مجله

پاکستاني طالبانو د ښځو خپلو لیکو کې دشاملولو اؤ د تندروۍ په اساس جګړو ته د راپارؤلو په موخه د سنت خؤله په نوم یوه مجله خپره کړې ده.

څیړونکي وایي دطالبانو لخوا ددغه مجلې خپرولو مقصد دمنځومانه طبقې سره تړاؤ لرونکي محصلین خپلو لیکو کې ورګډیدو اؤ جنګونو ته اماده کول دي .

دسیاسي چارو کار پوهه ښاغلی خادم حسین وایي دطالبانو لخوا ښځو دپاره دځانګړې مجلې خپرول ښايي چې اوس دغه وسله واله ډله دخپلو اهدافو لاسته راوړلو دپاره ښځې کارول غواړي ځکه چې ښځې هر هاغهځایې ته په اسانه ځان رسولی شي چې سړي ورته نه شي رسیدلی.

هغه دا ویره هم څرګنده کړې چې ددغه مجلې زیات اثرات د پښتنو په سیمو کې د میرمنو په ذهنونو کیدلی شي.

وتلې خبریالې ماروي سرمد ډیوه راډیو ته ویلي په لنډه موده کې داسې راپورونه مخې ته راغلي چې ښځې په زیات شمیر کې دتندلاریتوب لیکې ته ورماتیږي.

هغې ویلي د وسله والو تنظیمونو لیکو ته د میرمنو ورماتیدل به وړنداې نه په مشکلاتو کې ګیرو ددې سیمې ښځو ته ستونزې نورې هم سیوا کړی.

دطالبانو ددغه مجلې په هکله بشپړ احوال د ډیوه دخبریال عدنان بیټني په دې راپور کې د څیړونکو له خولې واورئ

XS
SM
MD
LG