لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سفیر جنرال باجوه سره په تاؤژنو اړیکو غږیدلی


افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان پخپله خاوره طالبان اؤ دحقاني ډلې جنګیالي ساتلي
افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان پخپله خاوره طالبان اؤ دحقاني ډلې جنګیالي ساتلي

دافغان ولسمشرځانګړي استازي اؤ په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال جاوید قمر باجوه سره لیدنه کې د دواړو هیوادونو د تاوژنو اړیکو پسر خبرې کړي دي.

دپینډۍ په پوځي مرکز یا جی ایچ کیو کې دغه لیدنه وروستو له هغې شوې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې دترهګریزو بریدونو لړۍ یوځل بیاچټک شوې اؤ ګڼ شمیر افغانان په بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې ژوند دلاسه ورکړی دی.

دپاکستان پوځ اؤ افغان سفیر خپلو بیانونو کې ویلي په دغه لیدنه کې افغان سفیر اؤ دپاکستان دپوځ سرلښکر دګډې پولې په وضعیت ، ددواړو هیوادونو د اړیکو په ښه والي اؤ دستونزو په ختمولو خبرې کړي دي.

خو دواړو خواؤ ددغو خبرو زیات جذئیات نه دي په ډاګه کړي.

دپاکستان دپوځ په بیان کې راغلي چې دپوځ سرلښکر افغانستان کې د ترهګرۍ په وروستیو پيښو کې دعامو خلکو په وژل کیدو خفګان ښودلی .

دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې د تیرو څو میاشتو راپدیخو وروستو له هغې په چټکتیا سره تاوژنې شوي چې افغان چارواکو کابل کې د شوؤ ترهګریزو بریدونو پسر اسلام اباد ته د ملامتې ګوته ونیوله.

افغان چارواکي تور لګوي چې پاکستان پخپله خاوره طالبان اؤ دحقاني ډلې جنګیالي ساتلي اؤ افغانستان کې پرې دجګړې ددوام په موخه بریدونه کوي.

واشنګټن هم اسلام اباد دترهګرو په مرسته تورن کړی اؤ د ترهګرۍ په ضد دائتلافي په توګه دامریکا لخوا پاکستان ته ورکړې کیدونکې ۵۰۰میلیونه ډالر یې ایسار کړي دي.

خوپاکستان بیا د کابل اؤ واشنګټن تورونه ردوي اؤ دعوه کوي چې سیمه کې دترهګرۍ له مینځه وړلو دپاره درنې قربانۍ ورکړي دي.

خو دپاکستان ددغو دوؤ په برعکس دامریکا په ګانګریس کې ګڼ شمیر سنیټیران په دې نظر دي چې دامریکا لخوا پاکستان ته د ترهګرۍ د ختمولو دپاره ورکړی کیدونکې پیسې دغه هیواد د ترهګرو په پالنه مصرفوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG