لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قندهار کې د نړیوالو ځواکونو په قافله ځانمرګي برید


تر پېښې وروسته سیمه د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري کلا بنده شوې او هیڅوک د پېښې سیمې ته نه پرېښودل کیږي
تر پېښې وروسته سیمه د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري کلا بنده شوې او هیڅوک د پېښې سیمې ته نه پرېښودل کیږي

په کندهار کې نن غرمه مهال د نړیوالو ځواکونو د موټرو پر کاروان ځانمرګی برید شوی، چې د قاطع ملاتړ ماموریت قومانداني وایي په دغه برید کې یې ځواکونو ته د سر زیان رسیدلی دی.خو دا چې څو تنه مړه او ټپیان دي دقیق شمیر یې نه دی څرګند کړی.

دا برید نن غرمه ۱۲ بجې د کندهار ښار په پنځه حوزه کې هوايي ډګر ته پر غځيدلې لار د ملي امنیت د چټک غبرګون د قطعې له قرار ګاه سره نږدی شوی دی.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له امریکاغږ اشنا رادیو سره په خبرو کې پېښه تائید کړه او زیاته يې کړه چي د پېښې د څرنګوالي وروسته به جزئیات له رسنیو سره شریک شي.

تر پېښې وروسته سیمه د افغان او نړیوالو ځواکونو له لوري کلا بنده شوې او هیڅوک د پېښې سیمې ته نه پرېښودل کیږي.

دغه راز د کندهار – بولدک لار هم د دې برید وروسته د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د پېښي عیني شاهدان وايې چې ځانمرګی بریدګر نن غرمه همال خپل چاودیدونکو توکو ډک پک اپ موټر ته هغه وخت چاودنه ورکړه چې کله د نړیوالو ځواکونو د موټرو یو کاروان د ښوراندام له سیمې تیریده.

د ښوراندام د سیمي یوه اوسیدونکي اخترمحمد امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې چاودنه ډيره زوروره وه او د برید پر مهال ملکي خلک هم په سیمه کې وو.

تر اوسه پوريدا معلومه نه ده چې دا برید د کوم هیواد پر ځواکونو شوی، خو د کندهار په هوايي ډګر کې امریکايي او رومانیايي سرتیري تر ډېره د هوايي ډګر د امنیت چاري سمبالوي.

تراوسه کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی.

( دامریکا غږ اشنا څخه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG