د افغان چارواکو وېنا په ختيځ افغانستان کې دوه ځانمرګي بريد کوونکو د شيعه مسلمانانو په يو جومات برید کړی ۲۹ عبادت کوونکي يې وژلي او ۴۰ نور يې ژوبل کړي دي.
دغه بريد د ایران سره په پوله پرته د افغانستان هرات صوبې د بکراباد په جواديه جومات د سه شنبې په ماښام شوی دی.
ډاکټرانو وایس اف امریکا ته په بريد کې د وژل شوؤ کسانو پخلی کړی او د مړه شوؤ شمېرې زياتېدو اندېښنه يې څرګنده کړې ده.
افغان رسنيو د چارواکو او عېني شاهدينو له قوله ويلي، يو ځانمرګي ځان ته د جومات نه بهر چاؤدنه ورکړې او بل په جومات ورغلی او ډزې يې پېل کړي دي.
د کورنو چارو وزارت د بريد پخلی کړی خو نور جزيات يې نه دي وړاندې کړي.
ځايي خلکو ويلي د بريد په وخت په جومات کې لږ ترلږه ۱۰۰۰ تنه موجود وو او خپل خصوصي عبادت يې کولو.
په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.
د افغانستان صدر محمد اشرف غني د هرات ښار اړوند بکراباد سیمه کې په جوادیه جومات بريد په سختو ټکو غندلی دی.
اشرف غني د دغه ترهګریز برید د غندلو پرمهال وویل، تروریستان پر ملکي وګړو، جوماتونو، تکایاو او ټولو مقدسو ځایونو د بریدونو په ترسره کولو سره خپل اسلام ضد ماهیت په ډاګه کوي، ځکه تروریستي بریدونه له اسلامي لارښوونو او د بشري حقونو اصولو سره په ټکر کې دي.
په افغانستان کې له دې وړاندې د شيعه مسلمانانو په عبادتخانو او لاريونونو د بريدونو زمه وارۍ داعش منلي دي.
د سه شنبې په ورځ دغه بريد په داسې حال کې شوی چې يوه ورځ وړاندې په کابل کې د عراق په سفارتخانه څلورو ځانمرګوبريد کړی ؤ.