لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاهدخاقان عباسي د پاکستان نوی وزيراعظم منتخب شو


د ۳۴۲ په اېوان کې شاهدخاقان عباسي ۲۲۱ رایې واخستې او بریالی شو،
د ۳۴۲ په اېوان کې شاهدخاقان عباسي ۲۲۱ رایې واخستې او بریالی شو،

د پاکستان قامي اسمبلۍ د مسلم ليګ (ن) ډلې کانديد شاهدخاقان عباسي د ملک نوی وزيراعظم منتخب کړو، عباسي د نوازشريف نزدی ملګری دی.

د ۳۴۲ په اېوان کې شاهدخاقان عباسي ۲۲۱ رایې واخستې او بریالی شو، د هغه په مقابله کې د پيپلزپارټۍ نويدقمر ۴۷، د تحريک انصاف ملاتړي د عوامي مسلم ليګ شېخ رشيد ۳۳ او د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله ۴ رايې ترلاسه کړې.

د وزيراعظم د انتخاب دپاره د ۳۴۲ په اېوان کې د ۱۷۲ رايو ساده اکثريت پکار وي.

نوی وزيراعظم به نن د نهې په ماښام سوګند پورته کوي، صدر ممنون حسېن به د وزيراعظم نه سوګند اخلي.

د پاکستان مخکنی وزيراعظم نوازشريف د تېرې جمعې په ورځ سترې محکمې نااهله کړی او د هغه د ځای ناستي دپاره نن د نهې ورځ ټاکل شوې وه.

شاهدخاقان عباسي به په وقتي توګه د پاکستان وزيراعظم وي، ځکه چې د مسلم ليګ ن ډلې په پارليماني غونډه کې دا پرېکړه شوې وه چې د پنجاب وزيراعلی شهبازشريف به د خپل مشر ورور نوازشریف په خالي شوي سيټ د لاهور نه په ضمني ټاکنو کې برخه واخلي او د هغې وروستو به هغه د وزيراعظمۍ دپاره رامخې ته کړی شي.

نوازشريف د پاناما کېس په اړوند قضيه کې د سترې محکمې پينځه کسيزه ججانو بنچ نااهله کړی او په ۲۸م جولايۍ د جمعې په ورځ هغه د وزيراعظم څوکۍ پرېښودې وه.

نوازشریف درې ځله د پاکستان نوی وزيراعظم منتخب شوی خو درې واړه ځله د وزيراعظمۍ پينځه کاله ټاکلې موده نه ده پوره کړې.

بل لور ته د پاکستان الېکشن کمېشن د مخکني وزيراعظم نوازشريف د نااهلۍ وروستو د هغه په خالي شوي سيټ په ۱۷م ستمبر د انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.

نوازشريف د کال ۲۰۱۳م په عام انتخاباتو کې د پنجاب صوبې سرښار لاهور نه د قامي اسمبلۍ په ۱۲۰ نمبر حلقه باندې بریالی شوی ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG