لاس رسیدونکی لینک

ټرمپ انتظاميې په افغانستان کې د جګړې دپاره تګ لاره جوړه نکړی شوه، مکېن


ريپبلکن سېنېټر ويلي، "په افغانستان کې د اته ؤ کالو راهسې د ماتې نه خوړولو پاليسۍ مونږ ځاني او مالي زيان اړولی دی".

د امريکا په سېنېټ کې د وسله والو خدمتونو د کمېټۍ مشر سېنېټر جان مکېن ويلي د صدر ټرمپ د انتظاميې د شپږو میاشتو نه زياته موده وشوه خو د افغانستان په اړوند يې کومه کاميابه تګ لاره وړاندې نه کړی شوه.

سېنېټر جان مکېن چې د مازغو د سرطان په ناروغۍ اخته شوی د ګل يا يکشنبې په ورځ يې دغه بيان ورکړی دی.

نوموړي په بيان کې ويلي، "چې کله د سېنېټ د دفاع کميټي په ستمبر کې پاليسي وړاندې کوي، زه به يې د ځينو تکړه پوځي مشرانو په مشوره په داسې بدلون سره وړاندې کړم کومه به چې په افغانستان کې د امریکا د ملي ګټو لاسته راوړنو ته خونديتوب ورکوي".

ريپبلکن سېنېټر ويلي، "په افغانستان کې د اته ؤ کالو راهسې د ماتې نه خوړولو پاليسۍ مونږ ځاني او مالي زيان اړولی دی".

د امریکا د دفاع وزير ژمنه کړې وه چې د جولايۍ د نيمايۍ پورې به د افغانستان په اړوند تګ لاره کانګرس ته وړاندې کړي، کومې ته چې تراوسه پورې ختمي شکل نه دی ورکړی شوی.

د ټرمپ انتظاميه لا هم په دې خبره بحث کوي چې افغانستان ته نور پینځه زره نور عسکر وليږي، چرته چې امریکا د کال ۲۰۰۱ راهسې د طالبانو سره په جګړه ده.

XS
SM
MD
LG