لاس رسیدونکی لینک

کابل کې دعراق په سفارتخانه دداعش د وسله والو برید


اعش ددغه برید پړه په غاړه اخستې ده خوپه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمیره لا مخې ته نه ده راغلې

دافغانستان پلازمینه کابل کې درېوؤ ځانمرګي برید کوونکو د عراق په سفارتخانه برید کړی چې تر دې مهاله د امنییتي ځواکونو اؤ برید کوونکو ترمینځ نښته روانه ده.

امنیتي چارواکي وایي ډیپلوماټان اؤ سفارتي مامورین د سفارتخانې څخه خوندي ځایې ته ویستل شوي اؤ په سفارت کې دننه یو ځانمرګي ځان هم الوځولی دی.

تندروه وسله والې ډلې داعش ددغه برید پړه په غاړه اخستې ده خوپه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمیره لا مخې ته نه ده راغلې.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش منلې چې ددوشنبې په سحر خواوشا ۱۱ بجې ترهګر دکابل په شهرنو کې د عراق سفارتخانې ته ور اوختي اؤ دغلته توده جګړه روانه ده .

خبریالانو ته ښاغلي دانش ویلي امنیتي ځواکونه د ترهګرو سره د سختې مقابلې حال کې دي خو تر دې دمه نه ده معلومه چې دغه نښته کې څومره مرګ ژوبله شوې ده.

دکابل څخه سرچینو ویلي یو ځانمرګي د عراق د سفارت په دروازه کې ځان الوځولی اؤ دوه نور د سفارت ودانۍ ته په ډزو بوخت دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه ویلي چې د برید د پیل لږ وروسته د افغان پولیسو ځانګړو ځواکونو د عراق د سفارت دیپلوماتان او کارکوونکي ژغورلي او د برید له ځایه یې یو خوندې ځای ته لیږلي دي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې دداعش جنګیالۍ ډله زیاته فعاله شوې ده اؤ په افغان ځواکونو د ترسره کیدونکو بریدونو پړه زیاتره هم دغه ډله په غاړه اخلي.

داعش د پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ننګرهار ولایت کې خپل قوي مرکزونه لري چې په دغو مرکزونو څو کرته ائتلافي اؤ افغان ځواکونو بمبارۍ هم کړي دي.

د روانې میاشتې په ١١ مه نیټه دافغانستان په کونړ ولایت کې دداعش په یو مرکز شوي هوایي برید کې د داعش د خراسان صوبې مشر ابو سعید وژل شوی ؤ

له دغې پيښې درې میاشتې وړاندې خراسان دپاره دداعش یو بل مشر عبدالحسیب اؤ تیرکال یې دحافظ سعید په نامه امیر هم په دغسې بریدونو کې وژل شوي وؤ.

روان کال کې امریکایي اؤ افغان ځواکونو څو کرته ددغه وسله والې ډلې د مهمو مشرانو اؤ کمانډرانو د وژنو دعوې کړي دي خو بیا هم افغان چارواکي داعش دافغانستان امن دپاره یو ستر ګواښ ګڼي

XS
SM
MD
LG