لاس رسیدونکی لینک

پيښور ته د روانو ګاډو ټکر کې ۱۳ پښتانه وژل شوي


د ګاډو ټکر کیدو سره سم هایي ایس نزدې تیر شوي د ګیس غټ پائپ باندې ولګیدو اؤ بیا دغه دواړه ګاډي د اور په لمبو کې راګیر شول

دپاکستان د پینډۍ ښار نه پیښور ته روان د سورلو ګاډي باندې د ټکر له امله اور لګیدلی چې پکې ۱۳ پښتانه وګړي سوځیدلي اؤ مړه شوي دي،

دسیمې څخه د ترلاسه شوؤ اطلاعاتو له مخې دغه هايي ایس ګاډی د اتوار په سحر په حسن ابدال روډ ایبټ اباد چوک سره نزدې ولاړ ؤ چې هم دپینډۍ نه پيښور ته روان بل ټرک له شا ډډې ووهلو.

عیني شاهدانو ویلي د ګاډو ټکر کیدو سره سم هایي ایس نزدې تیر شوي د ګیس غټ پائپ باندې ولګیدو اؤ بیا دغه دواړه ګاډي د اور په لمبو کې راګیر شول.

د اور وژنې عملې اؤ مرستندویه ادارې چې کله دپيښې ځایې ته ورسیدې نو د دریوؤ ساعتو د هڅو باوجود په دې بریالي نه شول چې اور مړ کړي خو بیا د ګیس په بندولو دغه اور باندې قابو وموندل شوه.

د دوه ویشتو کالو په عمر یو پښتون ځلمي چې په دغه پيښه کې یې میرمن مړه شوې ده اؤ خپل نوم یې نه دی ښودلی د پاکستان یو شخصي ټیلي ویژن ته ویلي “زما میرمن په ګاډي کې کښینانه اؤ زه اؤ ماشوم زوئ مې هم ورپسې لږ ساعت کې ګاډي

ته ورختلو چې دغه پيښه رامینځته شو”

مرستندویه فعالین وایي پيښه کې دسوځیدلو کسانو مړي یې د ګاډي څخه ویستي اؤ دحسن اباد روغتون ته یې رسولي دي.

دغو مرستندویه ادارې ۱۱۲۲ یو چارواکي ډاکټر اشفاق احمد میډیا ته ویلي چې په هایي ایس ګاډي کې د شپږو څخه تر اتوؤ کسان ناست ناست وؤ اؤ نور کسان په ټرک کې سواره خو دواړو ګاډو کې ناست کسان په بشپړ ډول سوځیدلي اؤ له پیژندګلو وتلي دي.

هغه وایي اوس به ددغو سوځیدلو مړو پیژندګلو د ډي این ای له لارې کولی شي.

پينډۍ د خیبرپښتونخوا سره نزدې دپنجاب هغه سیمه ده چې زیاتره پښتانه دغلته مزدورۍ دپاره ځي .

د سیمې څخه یو مرستندویه فعال ذیشان احمد وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د سوځیدلو کسانو مړي دپيژندګلو نه دي خو د پینډۍ نه پيښور ته تلونکو د سورولو ګاډو کې زیاتره هم پښتانه سفر کوي ځکه نو قوي احتمال دی چې دغه ۱۳ واړه سوځیدلي کسان پښتانه دي.

تیره میاشت هم د پنجاب دبهاولپور احمد پور شرقیه سیمه کې د تیلو د یو ټانکر اوښتو اؤ وروستو په هغې د اور لګیدو له امله تر ۲۰۰ زیات کسان مړه شوي وؤ

XS
SM
MD
LG