لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف:حساب یوازې زما کورنۍ سره،نور ټول صادق اؤ امین دي؟


نوازشریف وایي هغه پخپل ژوند کې ډیر سخت وختونه لیدلي خو کله یې هم پخپلو نظریاتو سازباز نه دی

دپاکستان د اقتداره غورځول شوي وزیراعظم میا نوازشریف ویلي دهغه کورنۍ دخپلو دریوؤ نسلونو حساب ورکړی خو ایا په پاکستان کې به حساب یوازې د هغه دکورنۍ کیږي اؤ نور ټول صادق اؤ امین دي؟

نوموړی وایي دهغه په لمنه هیڅ داغ نه شته اؤ نه دغبن په تور نااهله کړل شوی دی چې په دې هغه خپل ضمیر ته مخ روڼی دی.

دخالي په ورځ د خپل ګوند دپارلیمان غړو ته په وینا کې ښاغلي شریف ویلي سترې محکمې چې په کوم علت هغه نااهله اعلان کړی په دې حیران شوی ځکه چې دخپلو دریوؤ نسلونو حساب کتاب یې محکمې ته ورکړی دی.

د جمعې په ورځ دپاکستان سترې محکمې ددغه هیواد وزیراعظم له دې امله نااهله کړی اؤ د اقتدار څخه لرې کړی ؤ چې په هغه اؤ بچو یې هیواد نه بهر دداسې پیسو اؤ جائیدادونو د لرلو تور دی چې نوازشریف پخپلو ښودل شوؤ پنګو کې دهغې ذکر نه دی کړی.

دپاکستان دائین ۶۲ اؤ ۶۳مه دفعه د صادق اؤ امین په معیار پوره نه ختونکي ته دمنصب سپارلو اجاره نه ورکوي اؤ نوازشریف هم ددغو ائنیي دفعو په اساس نااهله ګرځول شوي .

خو دنوازشریف د اقتدار څخه له غورځول کیدو وروستو اوس په ګرد هیواد کې دې بحثونو سر راپورته کړی چې سترې محکمې دائین دکومو دفعو لاندې یوسیاسي حکومت ختم کړو ایا اوس به د هیواد دمضبوط پوځ په جنرالانو اؤ قاضیانو هم دائین دغه دفعې پرځایې کړي که نا ؟

نوازشریف وایي هغه پخپل ژوند کې ډیر سخت وختونه لیدلي خو کله یې هم پخپلو نظریاتو سازباز نه دی کړی اؤ اوس به هم تر اخري وخته سنګر نه پریږدي.

هغه وویل له بده مرغه څو خامو سیاستمدارانو په هغه تر اخري حده تورونه اؤ تهمتونه پورې کړل اؤ اوس دغه خام سیاستمداران پخپله هم د تورونو سره مخ دي

خو د نوازشریف په وینا”ماسره د ځان فکر نشته ، غواړم چې زما د مبارزې ګټې ۲۰ کروړه اولس ته ورسیږي ”

هغه دعوه وکړه چې د هیواد دپاره یې دخپلې واکمنۍ په مهال ډیرې د ګټې موقعې لټولې وې اؤ بیا به هم د خپل اولس په مینځ کې وي اؤ له دغه ازمیښته به بریالی اوځي.

د نوازشریف د حکومت په ړنګیدو دهغه مخالف ګوند تحریک انصاف د اتوار یا یکشنبې ورځ د شکر د ورځې په توګه د نمانځلو پریکړه کړې ده خو ددغه ګوند مشر عمران خان پخپله هم دنوازشریف په څیر تورونو سره مخ دی.

په ستره محکمه کې دعمران په ضد قضیه روانه ده چې پاناما پیپرز کې د عمران خان نوم هم راغلی اؤ هغه هم په لندن کې د اف شور کمپنۍ لاندې فلیټونه اخستي دي خو سترې محکمې لا دعمران خان په هکله فیصله نه ده کړې

XS
SM
MD
LG