لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوازشریف د حکومت په ختمیدو نړیوال غبرګون


ویاند زیاته کړې چین اوس هم د یوې سیمې یوې لارې پروژه کې پاکستان سره په ګډه کار کولو ته چمتو دی.
ویاند زیاته کړې چین اوس هم د یوې سیمې یوې لارې پروژه کې پاکستان سره په ګډه کار کولو ته چمتو دی.

د نړۍ یو شمیر هیوادونو په پاکستان کې د سترې محکمې له لوري وزیراعظم نوازشریف د واکه لرې کول ددغه هیواد کورنۍ معامله ګرځولې اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې د نوازشریف د حکومت ختمیدل به پاکستان کې دسیاسي بې ثباتۍ سوب نه شي.

دپاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ وزیراعظم نوازشریف دپاناما قضیه کې ټول عمر دپاره نااهله ګرځولی اؤ دهغه حکومت یې ختم کړی دی.

په نوازشریف اؤ د هغه په بچو تورونه دي چې د هیواد نه بهر یې څومره پنګې اؤ جائیدادونه دي هغه یې پټ ساتلي وؤ اؤ په دې نه دي بریالي شوی چې ووایي دغه پیسې یې له کومې راوړي دي؟

دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د یو پریس بریفنګ په مهال ویلي دا دپاکستان کورنۍ معامله ده اؤ څنګه چې د پاکستان پارلیمان هیواد دپاره نوی وزیراعظم ټاکي نو امریکا هیله لري چې د واک سپارنې عمل به په غوره توګه ترسره شي.

دچین غبرګون هم په دغه حواله محتاط دی اؤ وایي دنوازشریف اقتدار نه لرې کیدل به د بیجنګ اؤ اسلام اباد دوه اړخیزه اړیکو اؤ دچین اؤ‌پاکستان په اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک کوم بد تاثیر ونه کړي.

دچین د بهرنو چارو د وزارت ویاند لیو کانګ پاناما قضیه کې دپاکستان دسترې محکمې له لوري د وزیراعظم نوازشریف په نااهله کولو دخپل نظرڅرګندولو په مهال مطبوعاتو ته ویلي پاکستان کې دحکومت بدلون سره به د چین اؤ پاکستان دستراټیژیک همکاریو انډیوالي نه زیانمیږي.

ویاند زیاته کړې چین اوس هم د یوې سیمې یوې لارې پروژه کې پاکستان سره په ګډه کار کولو ته چمتو دی.

وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې چې کله پاکستان کې په وروستي بدلون دافغانستان دنظر اخستو په موخه اسلام اباد کې دافغانستان سفارتخانې سره تماس ونیولو نو دافغانستان مرستیال سفیر ښاغلي زردشت شمس وویل چې په دې هکله به دافغان حکومت رسمي نظر ډیر زر د کابل څخه روښانه شي.

دپاکستان اؤ افغانستان اړیکې دا مهال زیاتې خړې دي خو تیره میاشت د شنګهایي کانفرنس په مهال دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ افغان ولسمشراشرف غني په دې صلاح شوي وؤ چې د چین اؤ امریکا په منځګړتوب به د شخړو هواري دپاره څلور اړخیزه خبرې پیل کوي.

افغان حکومت په پاکستان تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې جنګیالي ساتلي اؤ په هغوئ افغانستان کې بریدونه کوي خو ورسره دا دریځ هم لري چې پاکستان کې دطاقت اصل منبع سیاسي حکومت نه بلکې پوځ دی.

دپاکستان بل غلیم ګاونډي هیواد هند هم تر دې دمه پاکستان کې د نوازشریف د حکومت په ختمیدو خپل رسمي دریځ نه دی په ډاګه کړی.

پاکستان کې ځینې سیاسي څیړونکي په دې نظر دي چې نوازشریف هند سره د ښو اړیکو پلوي ؤ اؤ له دغه امله ورسره دپوځ نالګي وه .

خو هند پاکستان ته د یو ترهګر هیواد په نظر ګوري اؤ تل یې د نړۍ نه غوښتي چې پاکستان سره باید دترهګرو په څیر چلند وکړي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG