لاس رسیدونکی لینک

سپريم کورټ وزیراعظم نوازشریف نااهله کړو


دغه پریکړه د جمعې په ورځ د سترې محکمې پینځه کسیز بینج اورولې ده.

دپاکستان سترې محکمې وزیراعظم نوازشریف د پاناما قضیه کې ټول عمر دپاره په نااهله ګرځولو د خپل منصب څخه ګوښه کړی اؤ ورته یې امر کړی چې په سمدستې توګه خپله چوکۍ پریږدي.

د وزیراعظم نوازشریف ګوند وایي د خپلو زیاتو تحفظاتو لرلو باجود د سترې محکمې دغه پریکړه قبلوي اؤ نوازشریف د وزیراعظم چوکۍ پریښې ده.

سترې محکمې د وزیراعظم ، د هغه د بچو حسن، حسین، مریم ، د زوم کیپټن صفدر اؤ دخزانې د مرکزي وزیر اسحاق ډار په ضد نیب کې د دوسیې دائرولو امر هم کړی دی.

دغه پریکړه د جمعې په ورځ د سترې محکمې دمشر قاضي اصف سعید کهوسه په مشرۍ پینځه کسیزې ډلې اورولې ده.

سترې محکمې دهیواد صدر ممنون حسین ته امر کړی چې د ائین لاندې جمهوري عمل پر مخ بوځي.

د وزیراعظم نوازشریف له ګوښه کیدو سره سم په ائیني ډول دپاکستان د حکومت مرکزي کابینه هم ماته شوې ده اؤ اوس به د نوي وزیراعظم د ټاکل کیدو څخه وروستو نوې کابینه ټاکل کیږي.

دپاکستان دائین له مخې د نوي وزیراعظم تر ټاکل کیدو به د قامي اسمبلۍ سپیکر د موقتي وزیراعظم په توګه دنده ترسره کوي.

په وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه په بچو تور ؤ چې د هیواد نه بهر یې په ناجائزه پیسو جائیدادونه اخستي اؤ کاروبارونه پرې کوي.

خو نوازشریف اؤ کورنۍ یې دغه تورنو منلو نه انکار کړی اؤ وایي چې کاروبار اؤ کورونه یې پخپلو پیسو جوړ کړي دي.

په دغه قضیه کې د نوازشریف د کورنۍ دغړو د نومونو مخې ته دراتلو نه وروستو دپاکستان ځینو سیاسي ګوندونو سترې محکمې ته خواست کړی ؤ چې دنوازشریف اؤ دهغه بچو څخه دې ددغو پیسو په هکله پلټنې وکړل شي.

دپاکستان سترې محکمې ددغه دوسیې دپلټنو دپاره د اپرېل په ۲۰مه نېټه د پاناما ليکس په اړونه فېصله اورولې وه او د وزيراعظم د بچو بهر ملکونو کې د جايدادونو معلومولو او تحقيقاتو دپاره یوه ګډه تحقیقاتي ډله جوړه کړې وه .

دغې تحقیقاتي ډلې د وزیراعظم نوازشریف اؤ د هغه د بچو بیانونه هم اخستي وؤ اؤ سترې محکمې ته یې په ۱۰مه جولایي خپل لیږلي راپور کې ویلي وؤ چې د وزیراعظم نوازشریف اؤ دهغه بچو ورته نه ده په ډاګه کړې چې دهیوادنه بهر یې کاروبارونه اؤ جائیدادونه په کومو پیسو جوړ کړي دي.

د جی ایي ټي په راپور د پنیځوؤ اوریدنو څخه وروستو سترې محکمې خپله پریکړه په ۲۱مه جولایي خوندي کړې وه اؤ نن پینځه کسیز بینچ دغه پریکړه واوروله.

دسترې محکمې پینځوؤ واړو قاضیانو جسټس اصف سعید کهوسه، جسټس اعجازافضل، جسټس ګلزار احمد، جسټس شیخ عظمت سعید اؤ جسټس اعجازالحسن په متفقه توګه اورول شوې پریکړه کې ویل شوي چې وزیراعظم نوازشریف دخپلو پنګو په پټولو د ائین له مخې امین اؤ‌ صادق نه دی پاتې شوی.

سترې محکمې امر کړی چې وزیراعظم دې په سمدستي ډول خپل منصب پریږدي اؤ د وزیراعظم اؤ دهغه د بچو په ضد دې یوه نیمه میاشت کې نیب یا داحتساب قامي اداره کې قضیه دائر کړل شي.

ددې ترڅنګ محکمې د وزیراعظم نوازشریف زوم کیپټن صفدر چې د قامي اسمبلۍ غړی دی اؤ د خزانې مرکزي وزیر اسحاق ډار هم نااهله ګرځولي.

دسترې محکمې ددغې پریکړې اورول کیدو په مهال د سترې محکمې مخې ته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وؤ.

دمحکمې مخې ته د مسلم لیګ (ن) اؤ تحریک انصاف په سوؤنو فعالین ورټول شوي وؤ چې دیو بل دمشرانو په ضد یې شعارونه ورکول.

د سترې محکمې له پریکړې وروستو د واکمن ګوند مسلم لیګ ویاند مطبوعاتو ته د ګوند رسمي نظر ورکړی اؤ ویلي یې دي چې دمحکمې په دغه پریکړه زیات تحفظات لري خو بیا هم د پریکړې منلو ته غاړه ږدي.

ویاند ویلي چې وزیراعظم نوازشریف د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه کوز شوی اؤ اوس به د ګوند مشران په صلاح مشوره خپله هره قانوني اؤ ائیني لاره خپلوي.

په پاکستان کې نوازشریف هاغه لمړی سیاسي مشر دی چې درې کرته یې د وزیراعظم چوکۍ ګټلې ده خو په دغو دریواړو ځلو کې یې کله هم دواکمنۍ خپله پینځه کلنه ائینې موده نه ده پوره کړې اؤ له وخته وړاندې یې دخپل منصب نه لاس وینځلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG