لاس رسیدونکی لینک

دمشال خان دقضیې مردان نه هریپور ته د منتفل کولو امر


په دغه موقعه دمدني ټولنې اؤ سیاسي ګوندونو ګڼ شمیر فعالین هم په محکمه کې موجود وؤ‌.

دپیښور ایالتي‌ محکمې دمذهب د سپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان دپلار محمد اقبال په غوښتنه ددغه قضیې مردان څخه دهریپور زندان ته د منتقل کولو امر کړی دی.

دمشال خان پلار محمد اقبال د محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې په مردان کې مشال خان وژل شوی اؤ دغلته اوس د قضیې دپاره دهغه اؤ د کورنۍ د نورو غړو ورتګ یې له خطرو ډک دی نو ځکه دا قضیه دې د مردان پځایې بلې سیمې ته ولیږل شي.

د پینجشنبې په ورځ دسترې محکمې مشر قاضي‌ جسټس یحیي افریدي د مشال خان دپلار د خواست اوریدنه وکړه،

په دغه موقعه دمدني ټولنې اؤ سیاسي ګوندونو ګڼ شمیر فعالین هم په محکمه کې موجود وؤ‌.

له دې وړاندې هم محکمې ددغه خواست درې اوریدنې کړې وې اؤ د مردان د سیمه ایزې محکمې یا سیشن کورټ د مشر قاضي څخه یې په دې هلکله راپور غوښتی ؤ چې ایا د مردان زندان کې د مشال خان قضیه اوریدل کیدو ته امکانات برابر دي که نا.

د مردان سیشن جج یا سیمه ایز قاضي پخپل راپور کې ایالتي محکمې ته ویلي وؤ چې د مردان زندان ددغه قضیې اوریدو دپاره ځکه مناسب نه دی چې یو خو وړوکی دی اؤ بل پکې زیات انتظامات نه شته.

صوبایي حکومت هم په دغه هکله ایالتي محکمې ته یوه اوریدنه کې ویلي وؤ چې که دمشال خان قضیه بلې سیمې ته لیږل غواړي نو حکومت ته پرې هیڅ اعتراض نه شته.

نن چې کله د مشال خان د قضیې مردان نه بهر د لیږدولو د خواست اوریدنه پیل شوه نو د مشال خان د وژنې په تور کې د نیول شوؤ ملزمانو وکیلانو محکمې ته دریځ وړاندې کړو چې که صوبایي حکومت په هریپور زندان کې دامنیت اؤ نورو انتظاماتو غم کولی شي نو په مردان کې یې ولې نه شي؟

د مخالف اړخ د وکیلانو له بحث اوریدو وروستو د محکمې مشر قاضي یحیي اپریدي وویل صوبایي حکومت دریځ لري چې د قضیې په لیزدونه یې اعتراض نشته خو په کوته کړې یې نه ده چې دا قضیه باید کومې سیمې ته ولیږل شي؟

مشر قاضي صوبایي حکومت ته امر وکړو چې په یو ساعت کې باید هغه سیمه په ګوته کړي چې د مشال خان قضیه پکې په ښه توګه سرته رسیدلی شي.

له دې وروستو دصوبایي حکومت استازی محکمې ته وړاندې شو اؤ وئ ویل چې که محکمه دا قضیه د هریپور زندان ته ولیږي نو حکومت چمتو دی چې دغلته ورته په لسو ورځو کې دننه تیارۍ بشپړې کړي.

د صوبایي حکومت لخوا ددغه جواب ترلاسه کولو وروستو د پيښور دایالتي محکمې مشر قاضي یحیي اپریدي امر وکړو چې دغه قضیه باید د ایبټ اباد ضلعې هریپور زندان ته ولیږل شي.

دمحکمې په امر کې ویل شوي چې دا قضیه به د ایبټ اباد دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې د سوري لاندې څیړل کیږي.

دمشال خان پلار ښاغلي محمد اقبال د محکمې په دغه پریکړه د اطمینان څرګندونه کړې خو ورسره یې دا ګیله هم کړې ده چې دمشال خان کیس بیخي په ډاګه دی ، باید دې کې په سمدستي ډول انصاف وکړی شي.

وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ښاغلي اقبال ویلي”دمشال خان د وژنې ۱۰۶ ورځې تیرې شوې ، اؤ د پلټنو نه ثابته شوې چې هغه هیڅ ګناه نه ده کړې ، اؤ وژونکي یې هم معلوم دي نو بیا ولې دهغه کورنۍ ته انصاف نه ورکړی کیږي؟”

هغه وویل که داسې پیښه د نړۍ په کومه بله پرمخ تللې ټولنه کې رامنځته شوې وه نو اوس به د وخته د انصاف تقاضې پوره کړل شوې وې خو د مشال خان وینې سره تر اوسه انصاف نه دی شوی.

د قضیې اوریدنې په مهال موجود یو وکیل ښاغلي محسن داوړ ډیوه راډیو ته ویلي چې د صوبایي حکومت لخوا خو په لسو ورځو کې دهریپور زندان کې د قضیې اوریدنې ته د انتظآماتو کولو باور ورکړل شوی خو هغه فکر نه کوي چې دغه ټولې چارې به لسو ورځو کې ترسره شي.

محسن داوړ وویل د محکمې ټوله پریکړه یې لا نه ده کتلې خو دهغه په خپل اند د پینځلسو ورځو دوران کې صوبایي حکومت په هریپور زندان کې د امنیت اؤ عدالت ټول انتظامات بشپړولی شي

د صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکی د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د اپرېل د مياشتې په ۱۳مه نیټه دمردان عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو او ډزو وژل شوی ؤ.

په دغه پېښه د ملک سترې محکمې خپل ځاني نوټس اخستی او د پېښې د تحقيقاتو دپاره جوړې ګډې تحقيقاتي ډلې په خپل رپورټ کې ويلي چې په مشال د مذهب د سپکاوي هیڅ ثبوت ورته په لاس نه دی ورغلی او دې وژنې ته یې سازش ويلي ؤ.

په پېښه کې د پوهنتون انتظاميه هم ذمه واره ګرځول شوې وه.

XS
SM
MD
LG